د پاکستان د سپريم کورټ د چيف جسټس يا سترې محکمې د مشر قاضي د سوموټو نوټس يا از خود نوټس اخستو د اختیار راکمولو دپاره جوړه کړی شوې قانوني مسوده د قامي اسمبلۍ وروسته د برني اېوان سېنېټ هم منظوره کړی شوې ده. د عدالتي اصلاحاتو په نوم قانوني مسودې د سېنېټ نه منظورۍ په وخت پاکستان تحريک انصاف او جماعت اسلامي یې مخالفت کړی دی.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارډ د سپريم کورټ د پرېکټس او پروسيجر په نوم قانوني مسوده سېنټ ته وړاندې کړې، تحريک انصاف او جماعت اسلامي یې مخالفت کړی او قانوني مسوده یې د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته د لېږلو ويلي، خو رایې شماري پرې شوې 60 ووټونه یې په حق کې او 19 په مخالفت کې راغلي او قانوني مسوده منظوره کړی شوې ده.
قامي اسمبلۍ د دغه قانوني مسوده د شورو/ چهارشنبې په ورځ منظوره کړې ده، اوس د سېنېټ د منظورۍ وروسته دا صدر ته ولېږل شي او چې صدر یې لاسليک کړي رسمي قانون به شي.
د قانون وزیر په سېنېټ کې د قانوني مسودې وړاندې کولو په وخت ويلي، په تېرو دوه لسیزو کې په ځينو داسې معاملاتو از خود ټسونه اخستل شوي چې په هغې پوښتنې راولاړې شوي چې ايا دغه معاملې د سوټو اخستو جوګه هم وې که نه وې او انتظامي افسران پکې په کټهرو کې ودرول شوي دي.
هغه ويلي وکيلانو، قانون پوهانو بار کونسلو سره په اېوان کې په دغه اړوند د قانون سازۍ غږونه پورته شوي او اوس په عدليه کې دننه هم دا اوازونه مخې ته راغلي دي.
د از خود نوټس د واک په اړوند قانوني مسوده
د عدالتي اصلاحاتو په نوم قانوني مسودې له مخې له دې وروسته به د سپریم کورټ د درو سینېره ججانو کمېټۍ د «ازخود نوټس» اخیستو پرېکړه کوي.
په مسوده کې ویل شوي چې دغه کمېټۍ به د آیین د هر ډول تشریح لپاره پینځه کسیز بېنچ جوړوي. د آیین د 184 مادې په بنیاد هره موضوع باید لومړی د قاضیانو کمېټۍ ته وړاندې شي.
ياده مسوده چې په قانون بدله شي د دې په بنیاد به د سپریم کورټ د ازخود نوټس خلاف د اپیل کولو حق هم وي.
په مسوده کې راغلي چې اپیل یا درخواست به د ازخود نوټس تر اخیستو وروسته په 30 ورځو دننه کې کېږي او د هر سوموټو خلاف اپیل به په دوه اوونیو کې دننه اورېدل کیږي.
په ترمیمي مسوده کې راغلي چې دا قانون به د سپریم کورټ او هایکورټ پر فیصله عملي کېږي، چې پکې د بېنچونو جوړولو لپاره هم د چیف جسټس د واک محدودولو وړاندیز شوی دی.
د تحريک انصاف مخالفت
پاکستان تحریک انصاف په دغه قانوني مسددوه نيوکې کړي او د یاد ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان تور لګولی چې وزيراعظم شهباز شریف د انتخاباتو نه د تېښتې دپاره په عدليه فشار اچول غواړي.
د ججانو اختلاف
دا قانوني مسوده وروسته له هغه وړاندې شوې چې د سپريم کورټ دوو ججانو جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال مندوخېل د دوشنبې- ګل په ورځ د انتخاباتو د مقدمې پر فېصله باندې خپل اختلافي نوټ خپور کړ.
دوی په خپل اختلافي نوټ کې ويلي وو چې د چيف جسټس د پراخ اختیار له کبله په عدليه باندې نيوکې کېږي، دوی غوښتنه کړې وه چې د سپریم کورټ د جج په پراخ اختیار ته دې له نوي سره کتنه وشي.
د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال په 90 ورځو کې په پنجاب او پښتونخوا کې د انتخاباتو پر معامله از خود نوټس اخستی وو او د دې مقدمې لپاره نهه کسيز لوی بېنچ جوړ کړل شوی وو خو وروسته دوو ججانو جسټس اعجازالاحسن او جسټس مظاهر علي اکبر نقوي د حکومتي ګوندونو تر اعتراض وروسته د مقدمې له اورېدنې بخښنه وغوښته.