لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې او کندهار پر لويه لار هره ورځ زرګونه ماشومان وېکسين کېږي


کوټه / واشنګټن ــــ د کوټې او د سپين بولدک تر منځ پر غزېدلي سړک هره ورځ زرګونه هغه ماشومان وېکسين کېږي، چې د بلوچستان او د افغانستان د سرحدي ولايتونو تر منځ سفر کوي او له ويکسين پاتې شوي وي.

بلال احمد له تېرو څلورو کلونو راهيسې پر دې لويه لار د پوليو وېکسين کار کوي او هر ورځ سلګونه هغه ماشومان وېکسین کوي چې افغانستان ته ځي او يا هم له هغې خوا کوټې ته راستنېږي.

بلال يو له هغه اتلس کارکوونکو دی، چې پښين بازار ته څېرمه په يارو سيمه کې پر لويه لاره جوړ د پوليو وېکسين پر مرکز يا ټرانزیټ پواينټ ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکوي.

بلال وي او اې ډيوه ته وايي چې د کندهار، هلمند، غزني او نورو ولايتونو ماشومان له دې لارې تېرېږي چې وایي يو ماشوم هم پرته له وېکسين کولو نه دی تېر شوی:

"موږ د لېويز په مرسته هڅه کوو چې هر ماشوم وېکسين کړو. دلته د کندهار، سرحدي سيمو، پښين، کوټې او کچلاغ خلک تېرېږي. د دې ترڅنګ کډوال ماشومان چې افغانستان ته ځي، هم ويکسين کوو".

د يارو سیمې د وېکسين مرکز سپروايزر اجمل خان بيا د افغان روغتيايي چارواکو هغه خبرې ناسمې بللې چې په دې وروستيو کې يې ويلي، له بلوچستانه د چمن له لارې ورتلونکو ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې نه وي ورکول شوې:

"دا خبره څه حقيقت نه لري، موږ يو ماشوم هم پرته له څاڅکو ورکولو نه پرېږدو. له کراچۍ راتلونکي ماشومان هم چې له ويکسين پاتي وي، دلته وېکسين کېږي. دلته د ورځې د څلور لېويز سرتېرو په شمول اتلس تنه د ويکسين کار کوي".

پوليو وايرس چې اوس په ټوله نړۍ کې ختم شوی، يواځې پاکستان او افغانستان هغه دوه هيوادونه دي، چې دغه وايرس اوس هم دلته وجود لري.

په پاکستان کې په تېرکال کې شل ماشومان پولیو وهلي خو په روان کال کې تر اوسه د پوليو يو مثبت کېس د پښتونخوا په بنو ضلع کې رپوټ شوی دی.

په بلوچستان کې په تېر او روان کال کې تر اوسه کوم ماشوم په ګوزڼ نه دی اخته شوی.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG