لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د مملکت وزیره: آی ایم ایف سره تړون د باور د نشتوالي له امله ځنډېدلی دی


اسلام اباد/ واشنګټن ــــ‌ د پاکستان د خزانې او محصولاتو په چارو کې د مملکت وزیرې ډاكټر عائشه غوث پاشا د پارلماني كمېټې غونډې ته په وینا کې ویلي د پیسو د نړیوالې ادارې آی ایم ایف سره د کارکوونکو په کچه د معاهدې لپاره د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو بهرنۍ مالي مرسته کې پرمختګ شوی دی، کوم چې د مارچ له 9 څخه ځنډول شوی، خو دوی په دې اړه څه تفصیلات نه دي وړاندې کړي.

دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې «دي نېشن» ورځپاڼې په خپل یو رپوټ کې ویلي، نړیوال مالیاتي فنډ (IMF) د پټرولو په اړه د وړاندیز شوي سبسیډي لومړنی وړاندیز رد کړی او په دې اړه یې د پاکستان څخه په اصلاحي پلان جوړولو ټینګار کړی دی.

عایشه غوث پاشا تېره ورځ ویلي وو، د آی ایم ایف سره د کارکوونکو په کچه د تړون ځنډېدل د باور د نشتوالي له امله دي.

د اقتصاد پوهانو وینا ده د دغه بې باورۍ له امله نړیوال مالیاتي اداره غواړي د دوی شرطونه په بشپړه توګه عملي کړی شي.

د اسلام اباد په اسلامي پوهنتون کې د اقتصاد. د څانګې پروفیسر ډاکټر معراج الحق وې او اې ډیوه سره خبرو کې وایي، د تېر تحریک انصاف د حکومت په وخت کې د آی ایم ایف شرطونه نه وو تر سره کړی شوي، همددې له کبله اوسني حکومت سره دغه لوظنامه تر اوسه نه ده لاسلیک شوې.

دوی زیاتوي دې ځل آی ایم ایف ښکاري چې د ټولو شرطونو د منلو په کلکه پخلی غواړي.

د پاکستان ایتلافي حکومت د روانې میاشتې په شلمه نیټه د کم آمدني لرونکو خلکو لپاره د پټرولو سبسیډي اعلان کړې وه. وفاقي وزیر مصدق ملک ویلي وو، دغه مرستې به د هغو خلکو لپاره وي چې موټرسایکل، رکشه، 800 سي سي موټر او نور کوچني موټرونه لري.

عایشه غوث پاشا د پټرولو د سبسیډي سکیم په اړه وویل، آی ایم ایف د مستقيم سبسیډي مخالفت كوي خو د پټرولو د سبسیډۍ په اړه ورسره خبرې نه دي شوې ولې چې دا پروژه بشپړه شوې نه ده او پرې کار روان دی.

د پاکستان او د آی ایم ایف عملي مشن د فرورۍ په نهمه د 6.5 اربه ډالرو فنډ پراخولو په اړه د نهمې بیاکتنې لپاره خبرې اترې بشپړې کړې وې، خو د دغه فنډ په اړه تراوسه دو اړخیزه موافقه نه ده شوې.

مشر سوداګر او اقتصادپوه قاضي زاهد حسین وې او اې ډیوه ته وایي، آی ایم ایف سره لوظنامه د پاکستان ضرورت او مجبورې ده.

زاهد حسېن وایي که چېرې دغه لوظنامه تر سره شوه، نو د نړیوال بېنک او اېشیایي پرمختیایي بېنک په شمول ملګري هیوادونه هم مرستې کولی شي، البته که چېرې داسې ونه شو نو هیواد د نورو اقتصادي ستونځو سره مخ کېدای شي.

وفاقي حکومت د آی ایم ایف ددغې لوظنامې د سر ته رسولو لپاره د ملګرو هیوادونو سره هم په رابطه کې دی. په دې لړ کې تېره ورځ د خزانې وزیر اسحاق ډار په اسلام اباد كې د متحده عربي اماراتو له سفير حمد عبيد ابراهيم سليم الذهبي سره هم لیدلي دي.

پاکستان د نړیوال مالیاتي فنډ څخه د 6.5 اربه ډالرو پور ترلاسه کولو د پاره یو شمېر ګامونه پورته کړي چې په نتیجه کې یې د مالیاتو او د انرژۍ د بیو د لوړېدو تر څنګ د روپۍ بیه د تاریخ تر ټولو کښته کچې ته رارسېدلې او دا وخت د یو امریکایي ډالر بیه 283 روپیو ته لوړه شوې ده.

د رایټرز تر مخه په پاکستان کې د آی ایم ایف استازې ایستر پیریز رویز تېره اوونۍ ویلي وو، حکومت د تېلو د قیمتونو په اړه د دوی سره مشوره نه ده کړې او دا چې د کارمندانو په کچه تړون به وروسته له هغه لاسلیک شي چې د تېلو د سکیم په ګډون پر یو څو پاتې ټکو باندې موافقه وشي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG