لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې يو هندو ډاکټر په هدفي بريد کې وژل شوی دی


د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د سترګو مشهور هندو ډاکټر بيربل په هدفي وژنه کې وژل شوی او د هغه سره په ګاډي کې ناسته نرسه ژوبل شوې ده. پوليس وايي په ظاهره معلوميږي چې دا هدفي وژنه ده خو د پوره پلټنو وروسته به د ډاکټر بيربل د وژنې اصل علت معلوم شي.

د کراچۍ ښار د سټي پوليسو اېس اېس پي عارف عزيز د ډاکټر د وژنې د پېښې په اړه مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، ډاکټر بيربل چې د کلېنک نه په خپل ګاډي کې کور ته روان وو د ګارډن په علاقه کې پرې ماښام ډزې شوي ډاکټر بيربل وژل شوی او د هغه ناسته نرسه ژوبل شوې ده.

هغه وويل، په ظاهره معلوميږي چې هغه په هدف کړی شوی دی د هغه په سر ګولۍ لګېدلي دی.

پوليس افسر زياته کړه په رنچهوړ لاين سیمه کې د ياد ډاکټر کلېنک وو او هره ورځ به په دغه لاره تېرېدو. هغه وويل پوليسو د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

ډاکټر بيربل په سرکاري څوکو پاتې شوی او تېر کال یې د خپلې لور سره يو ځای د جناح سيند مېډېکل پوهنتون نه د اېم بي اې ډګري هم ترلاسه کړې وه.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د ډاکټر بيربل ګيناني په وژنه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي په سيند صوبه کې په څو ورځو کې دا دويم هندو ډاکټر دی چې ووژل شو.

اېچ ار سي پي ویلي څو ورځې وړاندې د سيند صوبې په دويم غټ ښار حېدر اباد کې يو بل هندو ډاکټر دهرم ديو راتي وژل شوی وو. د بشري حقونو تنظيم د پلټنو او په پېښه کې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته راوستو غوښتنه کړې ده.

په ټولنيزو رسنیو د هندو ټولنې سره تعلق لرونکو او ډاکټرانو د ډاکټر د بيربل د وژنې غندنه کړې ده.

د سيند صوبې ګورنر کامران ټسوري او د صوبايي حکومت وياند مرتضا وهاب ویلي د پېښې نوټس یې اخستی او رپورټ یې غوښتی دی.

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې کلونه وړاندې د هدفي وژنواو قلنګ غوښتو د پېښو سره نور ډېر جرمونه په زياته کچه کېدل او بيا په کال 2013م کې په کراچۍ کې پوليسو او رېنجرز ځواک په ګډه د جرمونو پرضد عمليات پېل کړي وو.

چارواکي او د سیند حکومت دعوه کوي چې په ښار کې د جرمونو کچه ډېره ټيټه شوې ده.

د فرورۍ په مياشت کې د سيند صوبې د پوليسو مشر [ايي جي] غلام نبي مېمن وي او اې ډيوه سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، په کراچۍ کې د ډېرو جرمونو مخنيوی شوی او دا ښار چې يو وخت په نړيواله کچه په جرمونو کې په شپږم نمبر وو اوس په 128 نمبر دی. هغه ويلي وو د قلنګ او هدفي وژنو پېښې د نشت برابر دي.

خو په کراچۍ کې د غلاګانو او بدامنۍ پېښې بيا هم وخت په وخت په وخت کيږي.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال ذوالفقار بېټني شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG