لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو کارکوونکي: طالبان د افغان مدني ټولنې هغه غړي نیسي چې د دوی د کړنو پرضد غږ پورته کوي


د بشري حقونو لپاره کارکوونکو تور لګولی دی چې افغانستان کې په اقتدار ناست طالب چارواکي د مدني ټولنې هغه فعالین او د رسنیو کارمندان په چټکتیا سره په نخښه کوي چې د نجونو په زده کړو او د ژوند نورو څانګو کې د طالبانو لخوا په لګول شوؤ بندیزونو نیوکې کوي.

د افغان مدني ټولنې سرچینو چې نه یې غوښتل د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم مخې ته راوړل شي، وي او اې ته ویلي چې روانه اوونۍ د زده کړو لپاره په مبارزه د بوخت مطیع الله وېسا نیونه د طالبانو د هغو عملیاتو برخه ده چې د خپلو ګامونو مخالفین په کې په نخښه کوي.

د مدني ټولنې دې سرچینو زیاته کړې ده چې طالب چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې د یو شمیر غیر دولتي موسیسو کارمندان د شکمنو تورونو په اساس نیولي دي.

دغه سرچینې وایي چې د طالبانو لخوا د خپلو مخالفینو پرضد د ګامونو اخستو د دې عمل مشري د طالبانو د استخباراتو مرکز یا ډي جي آی په غاړه لري.

کال2021 کې چې طالبانو یو وارې د افغانستان اقتدار ونیولو نو هغوی د شپږم ټولګي نه بره د نجونو پر زده کړو بندیز ولګولو او تر دې وروسته یې بیا نجونې پوهنتونونو او نورو د لوړو زده کړو ادارو ته له تګ منعې کړې.

طالبانو څو اوونۍ وړاندې د هرات پوهنتون پخوانی استاد رسول عابدي پارسي هم یوازې له دې امله نیولی ؤ چې هغه ولې د طالبانو پرضد په ټولنیزه رسنۍ فیس بک پوسټونه کړي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ د زیارت/پنجشنبې په ورځ خپل یو بیان کې د طالبانو لخوا د خپل نظر د مخالفینو پرضد په روانو عملیاتو اندېښنې ښودلې دي او ویلي یې دي چې په سیمه ییزو رسنیو د طالبانو د سختو بندیزونو له امله د یو شمیر فعالینو د نیول کیدو رپورټونه نه خپریږي، په ځانګړې توګه کوم خلک چې په لېرې پرتو سیمو کې د طالبانو لخوا نیول کیږي.

د بشري حقونو سازمان په دې خبره افسوس ښکاره کړی چې طالبان چرته شاذ ونادر ددې نیونو علتونه مخې ته راوړي او یا هم د ځینو کسانو له نیول کیدو رپورټونه یوازې هغه وخت مخې ته راشي چې طالبان پرې مقدمه چلوي.

بیان کې ویل شوي چې د طالبانو لخوا نیول شوؤ کسانو ته تر وکیلانو لاس رسی نه ورکول کیږي او نه هم هغوی ته د خپلو کورنیو غړو سره د لیدنې اجازه ورکول کیږي.

افغانستان کې د تعلیم لپاره په مبارزه د بوخت مطیع الله ویسا د کورنۍ غړو ویلي هغه د ګل/دوشنبې په ماښام د پلازمینې کابل د یو جومات د مخې نه وروسته له هغې پورته کړل شوی چې د مازدیګر نمونځ یې وکړو.

د هغه خپلوان وایي ښاغلی ویسا ځکه طالبانو نیولی چې هغه د نجونو په زده کړو د بندیز پرضد کمپاین چلولو.

په کابل د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ په وړومبي ځل د ښاغلي ویسا د نیونې پخلی وکړو او امریکا غږ ته یې وویل چې د دوی استخباراتو د ویسا په هکله "ځینې شکمن معلومات"درلودل چې هغه د حکومت لپاره "د اندېښنې وړ" وؤ.

د طالبانو ویاند په دې اړه نور سپیناوې ونه کړو خو د دولتي اقدام څخه یې دفاع وکړه.

د هغه په وینا" حکومت ته د امنیت ټینګولو په خاطر شکمن کسان نیول او له هغوی پلټنې کول په کار دي"

د شورو/چهارشنبې په ورځ ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي د کال 2023م د پیل راهسې د مدني ټولنې یو شمیر غړي نیول شوي او هغوی چې چرته ساتل شوي په اړه یې واضحه معلومات هم نه شته.

د ملګرو ملتونو په دې بیان کې د نرګس سادات، زکریا اصولي، سلطان علي ضیایي، خیرالله پرهار او مرتضی بهبودي په ګډون د نورو نیول شوؤ افغانانو یادونه شوې ده.

بیان کې د یو این ایچ سي ار د ویاند جیریمي لارنس په حواله ویل شوي چې هغه دا خپل سره نیونې داندېښنې وړ بولي.

"مونږ د هغو ټولو خلکو په سمدستي توګه د خوشې کولو غوښتنه کوو چې په خپل سر ډول نیول شوي دي"

د ملګرو ملتونو بیان کې دغه نیونې د بشري حقونو او د رایې د اظهار د ازادۍ پرضد بلل شوې دي.

هیومن راټس واچ ویلي طالبان ګڼي چې د ټولو نیوکو مخه نیول د سیاسي جواز لاره ده خو دا خپلسره ګرفتارۍ او د نظارت لاندې ساتنې یوازې د افغانستان راتلونکی په خطر کې اچوي.

نړیواله ټولنه د بشري حقونو د سرغړونو او په ښځو د لګول شوؤ بندیزونو له امله د طالبانو د حکومت په رسمیت منلو نه په پرله پسې ډول انکار کوي.

خو طالبان پخپل ځان د نړیوالې ټولنې نیوکې ردوي او خپلې کړنې د اسلامي قوانینو او افغان فرهنګ په اساس بولي.

( د وي او ای انګلش په مننه)

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG