لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په شخصي کمپنۍ کې د زکات وېشلو په مهال ګډوډي جوړېدو کې 11 کسان مړه شوي


د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې په يوه شخصي کمپنۍ کې د زکات وېشلو په مهال د ګډوډي جوړېدو په پېښه کې لږ تر لږه 11 کسان مړه شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د پوليسو په وینا ياده پېښه د کراچۍ د کيماړۍ ضلعې په سايټ علاقه کې شوې ده.

د کيماړۍ ضلعې مرستيال کمشنر مختيار علي ابړو وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، چې د سايټ علاقې د سيمنس چورنګۍ يا څلور لارې سره نزدې د [اې کې ډاينګ] په نوم شخصۍ کمپنۍ په وړه شان ودانۍ کې د زکات پېسې وېشل کېدې او د 500 نه تر 600 کسان ورته راټول شوي چې پکې زياتره ښځې او ماشومان وو.

هغه وویل د زکات وېشلو په اړوند ضلعې انتظاميه او پوليس نه وو خبر کړی شوي ځکه د بدانتظامۍ نه دغه پېښه شوې ده.

د کیماړۍ ضلعې پوليسو وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې په پېښه کې 11 کسان مړه شوي چې پکې درې ماشومان چې عمرونه یې د لسو کالو نه کم دي او اته تنه ښځې شامل دي.

د پوليسو په وينا په پېښه کې پينځه کسان ژوبل شوي دي.

مرستيال کمشنر او پولیسو تاييد کړې چې د پېښې مقدمه د کمپنۍ په مالک درج کولی شي، کمپنۍ تړل شوې او د کمپنۍ د انتظامیې اووه کسان نيول شوي دي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په ملک کې د اوړو د وېشلو په پېښو کې د حکومت په بدانتظامۍ اندېښنه څرګنده کړې ده.

اېچ ار سي پي ویلي، په تیرو څو اوونيو کې په ملک کې څو کسان په دغه ډول پېښو کې مړه شوي چې 11 پکې په کراچۍ کې مړه شو.

د بشري حقونو کمېشن زياته کړې "دا حالت په ملک کې د شاته پاتې غريبو خلکو په سپکاوي کې اضافه کوي څوک چې په ملک د غالبه اشرافيې د لاسه د معاشي ناانصافۍ مقابله کوي".

په سيند صوبه کې واکمنه پيپلز ګوند ویلي، د ګوند مشر او بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري د کراچۍ د پېښې نوټس اخستی او وزیراعلا ته یې په سمدستي ډول د پېښې د پلټنو لارښوونه کړې ده.

په وروستيو کې دغه ډول زياتره پېښې په خېبرپښتونخوا کې د سرکاري اوړو وېشلو په مهال مخې ته راغلي دي او د راپورونو ترمخه په دغو پېښو کې لږ تر لږه درې کسان مړه شوي هم دي.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال ذوالفقار بېټني شامل کړي دي]

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG