لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د 1965 نه راپدېخوا پاکستان کې ګراني تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده


Inflation in Pakistan
Inflation in Pakistan

په پاکستان کې د شمیرو دولتي ادارې هیواد کې د روانې ګرانۍ نوې شمیرې مخې ته راوړي چې دهغې ترمخه پاکستان کې دګرانۍ کچه 35.37فیصدي ته رسیدلې ده.

شمیرې ښایي چې یوازې دمارچ په میاشت کې ګراني 3.72 فیصدي ختلې ده.

ډان ورځپاڼې دسرمایه کاره کمپنۍ عارف حبیب کارپوریشن په حواله لیکلي چې دا دجولایي کال 1965 نه راپدیخوا هیواد کې دګرانۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

دشماریاتو دادارې دشمیرو له مخې د روان مالي کال په نهو میاشتو کې دهیواد دننه ګراني 27.26 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده.

شمیرې ښایي چې تېرمالي کال مارچ میاشت کې ګراني 12.7 فیصدي وه اؤ سږکال دمارچ کې په ښارونو کې ګراني 3.9 فیصدي زیاته شوې اؤ په ښارونو کې د ګرانۍ مجموعي کچه 33 فیصدي ته رسېدلې ده.

دا شمیرې په ډاګه کوي چې په کلیوالو سیمو کې ګراني دمارچ په میاشت کې 3.5 فیصدي زیاته شوې اؤ مجموعي کچه یې 38.9 فیصدي ته رسېدلې ده.

دشمیرو له مخې په ښارونو کې دیوې میاشتې په مهال چائ 28.44 فیصدي اؤ میوې 20.04 فیصدي ګرانې شوې دي.

په میاشتنې بنیاد ټماټر 13.17 فیصدي، چیني 12.49 فیصدي، الوګان 11.26 فیصدي، غنم 8.29 فیصدي ګران شوي دي.

شمیرې څرګندوي چې په ښاري سیمو کې په یوه میاشت کې داوړو بیعې 7.84 فیصدي اؤ دخوراکي تیلو بیعې7.04 په بره تللې دي.

دسیګریټو نرخ کې په یوه میاشت کې 70.34 فیصدي اضافه شوې ده،چیني 9.95 فیصدي ،غوړي 5.82 فیصدي اؤ د مهو دال 7.12 فیصدي ګران شوي دي.

همداشان په ښارونو کې یوه میاشت کې دپیازو بیعې 25.4فیصدي، دهګیو بیعې 12.40 فیصدي اؤ دچرګانو بیعې 3.66 راټيټې شوې هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډان ورځپاڼه وایي د خزانې وزارت دجمعې په ورځ پخپل میاشتني رپورټ کې اندوینه کړې وه چې دایي ایم ایف سره دتړون باوري کولو،دانرژۍ اؤ تیلو نرخونو کې د اضافې دمرکزي بینک دپالیسۍ نرخ کې داضافې د فیصلې اؤ د روپۍ د ارزښت غورځېو له امله ګراني نوره هم زیاتیدای شي

په پاکستان کې د مخ په زیاتېدونکې ګرانۍ له امله عام خلک وايي، کورنی ژوند یې سخت د مشکلاتو سره مخ شوی دی اؤ نه شي کولی چې خپل ورځني لګښتونه پوره کړي.

په ملک کې روانۍ ګرانۍ نه يواځې اخستونکي اغېزمن کړي بلکې تاجران او کاروباريان وايي، د دوی کاروبارونه یې هم سخت اغېزمن کړي دي.

د مردان يو کاروباري فاروق شاه وايي، وړاندې به یې د ورځې د 15 نه تر 20 منه [50 کلوګرامه] پورې چرګان خرڅول اوس يواځې دوه منه خرڅوي په دوکان کې ورسره وړاندې درې مزدوران وو اوس ورسره يو مزدور پاتې شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG