لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د واک لاندې افغانستان کې د آزادۍ ورځ کمرنګه ولمانځل شوه


طالبانو د انګرېزانو نه د افغانستان د آزادۍ ۱۰۵مه کلیزه په دفاع وزارت کې ولمانځله
طالبانو د انګرېزانو نه د افغانستان د آزادۍ ۱۰۵مه کلیزه په دفاع وزارت کې ولمانځله

د اتوار/یکشنبې ورځ، د اګسټ ۱۸مه، د انګرېزانو نه د افغانستان د آزادۍ ۱۰۵مه کلیزه وه، چې کابل کې د واکمنو طالبانو لخوا په یوې سرکاري دستورې سره ولمانځل شوه.

په دې دستوره کې چې د افغانستان په دفاع وزارت کې جوړه شوې وه، د طالبانو د کابینې یو شمېر غړو او کمانډرانو ګډون کړی و.

د طالبانو د پوځ سرلښکر، قاري فصیح الدین فطرت په دې غونډه کې ویلي چې نن سبا افغانستان په بشپړه توګه خپلواک دی او د هېچا فرمايشونه نه منل کېږي.

په افغانستان باندې واکمنو طالبانو، چې یوه سختدریځه ډله ګڼل کیږي او اوس د اسلامي امارت په نوم حکومت چلوي، د دې ورځې په مناسبت یو بیان جاري کړی او هغه کې یې "مجاهدو افغانانو او مسلمانو وروڼو" ته مبارکي ویلې ده. په دې بیان کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپور کړی دی، د افغانستان د استقلال اخېستونکي پاچا امان الله خان یادونه نده شوې، بلکې صرف ویل شوي چې د انګرېزانو نه خپلواکي "د علما کرامو په فتوی او رهبري" اخيستل شوې ده.

افغان تاریخپوه، محمد اعظم سیستاني د بي بي سي ویب سایټ ته په یوه لیکنه کې، د تاریخي ذرائعو په بنیاد لیکلي چې امان الله خان د پاچا کېدو نه وروستو، د ۱۹۱۹ کال د فرورۍ په ۲۸مه، «په داسې حال کې چې پوځي جامې یې اغوستې وې، د کابل عسکرو او ښاریانو ته وینا وکړه:

"لومړی خپل ټول اصیل ریبښتوني ملت ته اعلان کوم او زېری ورکوم چې ما د افغانیه سلطنت تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ او حاکمیت په نوم پر سر کړ."

نوموړي زیاته کړه:

"زما ګران ولسه! زه دا پوځي جامې تر هغو نه وباسم چې خپل مور وطن ته د خپلواکۍ جامې چمتو نه کړم!"»

امان الله خان د خپلې واکمنۍ په دوران کې چې شاوخوا لس کاله وه، افغانستان کې ډېر اصلاحات راوستل او غوښتل یې چې ملک یې په ډېر کم وخت کې لویه ترقي وکړي.

د هغه د پاچاهۍ په وخت کې، جېنکو ته د تعلیم کولو اسانتیاوې پیدا کړی شوې، او په اول ځل یوه ډله افغانې جینکۍ د تعلیم دپاره ترکیې ته چې یو مسلمان ملک دی، واستول شوې.

د افغانستان د پخواني صدر ډاکټر نجیب الله لور، هیله نجیب د انګرېزانو څخه د ملک د آزادۍ په کلیزه کې، د افغانستان اوسني حال باندې افسوس ښودلی دی. هغې په خپل اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي:

"[شاه] امان الله د دې په کتلو چې افغانستان اوس څه حالت ته رسېدلی، پخپل ګور کې ځورېږي. هغه غوښتل چې ښځې تعلیم یافته او آزاده اوسي، نه دا چې سنګسارې شي. پوښتنه دا ده چې په څه طریقه یوه داسې معاشره تربیه کړو چې ترقي، خودارادیت او آزادۍ ته قدر ورکړي.

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي، چې اوس د طالبانو د واک لاندې کابل کې اوسېږي، د امان الله خان او د ملي بېرغ د تصویر سره یې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت خپل پیغام خپور کړی او هغه کې یې ویلي:

«خپلواکي لرل ستر ویاړ دی، دا ویاړ ساتل غواړي او ساتل یې د پردیو له احتیاجه د ځان د خلاصولو او پرمختگ له لارې کیږي.»

ښاغلي کرزي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي دي چې نجونو ته دې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د تعلیم کولو اجازت ورکړي، "څو د علم په زیور سمبالې نجونې د خپلو وروڼو ترڅنگ د هیواد د پرمختگ او له احتیاجه د خلاصون لپاره خپله ونډه ادا کړي."

پخوا کلونو کې به د انګرېزانو نه د آزادۍ اخېستو ورځ په افغانستان کې په جشنونو لمانځل کېده او خلکو به لارو کوڅو کې د افغانستان ملي بېرغونه رپول، مګر په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبان واکمن شوي، د دې ورځې لمانځل هم کمرنګه شوي دي، او یو دلیل یې دا هم دی چې طالبان خلک د درې رنګه ملي بېرغ رپولو ته نه پرېږدي.

که څه هم دننه افغانستان کې د خپلواکۍ د ورځې رنګ ندی پاته، مګر په سوشل مېډیا او بهر ملکونو کې اکثره افغانان دا ورځ لمانځي او د تیرو کلنو په څیر سږکال هم په یو شمیر بهرنیو هیوادونو کې میشتو افغانانو د زمري د ۲۸ ورځې د نمانځلو لپاره د پروګرامونو د تنظیمولو خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې دا ورځ د امریکا په شمول، په یو شمیر هیوادونو کې د میشتو افغانانو له خوا د غونډو او کنسرتونو د جوړولو په ترڅ کې ونمانځل شي.

په دې رپوټ کې ځیني معلومات د وي او اې افغان سروس نه اخېستل شوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG