لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې په سر لوڅو ښځو حمله شوې او د ملک صدر وایي، د حجاب قانون نافذ دی


واشنګټن - په سوشل مېډیا باندې یوه وېډیو ډېره واېرل شوې ده چې په کې یو سړی په یو دوکان کې دوو ښځو باندې چې پړوني یې ندي پر سر کړي، ماسته غورځوي. د دې ويډیو د خورېدو نه پس، د ایران صدر ابراهېم رئیسي د خالي/شنبې په ورځ وویل چې د ملک قانون ښځو ته د حجاب کولو امر کوي.

پس د هغه چې د دوه ویشت کلنې مهسا امیني په مرګ باندې ټول ایران کې پراخې احتجاجي مظاهرې وشوې، ورځ تر بلې ګڼ شمېر ایراني ښځو د چارواکو په نظراندازه کولو سره خپلې پړوني لېرې کړل او د ایران په سړکونو او بازارونو کې په لوڅ سر ولېدلې شوې. مهسا امیني په دې تور نیولې شوې وه چې ګني پړونی یې په سر نه و او د حجاب خیال یې نه و ساتلی. د ایران حکومت د مهسا د مرګ وروسته د خلکو احتجاجونه په سختۍ سره وچقول.

په دې تازه پېښه کې چې د مشهد ښار سره نږدې یوې سیمې کې مخې ته راغلې ده، یو نارینه په یو دوکان کې د یوې ښځې او د هغې د لور سره په دې شخړه کوي چې هغو ولې پړونی ندی په سر کړی، او بیا د قهره ورباندې ماسته شیندي. عدالتي چارواکو هغه سړی ګرفتاره کړی او همدا راز یې هغه مور او لور هم نیولي دي. سړی د معاشرې د نظم ګډوډ کولو په تور نیولی شوی، او دوه ښځې په دې تور نیولی شوي چې د حجاب قانون یې مات کړی دی.

په دې وروستیو کې د ایران په مارکېټونو، رېسټورنټونو، دوکانونو، سړکونو او نورو عوامي ځایونو کې د هغو ښځو ویډیوګانې زیاتې خورې شوې چې د پړوني په لېرې کولو سره د جبري حجاب خیال نه ساتي او د مذهبي پولیسو په وړاندې مزاحمت کوي.

د ایران صدر ابراهېم رئیسي په یو تقریر کې چې په لایف بڼه په سرکاري ټي وي باندې خپور شو، وویل: "که څوک وایي چې (په حجاب) باور نلري... بهتره ده چې ورته قناعت ورکړی شي... مګر مهم ټکی دا دی چې یو قانوني امر دی...او نن سبا حجاب یوه قانوني موضوع ده."

په وایرل شوې وېډیو کې دا هم لیدلی کیږي چې دوکاندار د هغه وګړي سره شخره او مقابله کوي کوم چې په ښځو یې ماسته پاشلي دي. چارواکي وایي، دوکاندار ته هم خبرداری ورکړی شوی دی. په سوشل مېډیا باندې رپوټونه څرګندوي چې د هغه دوکان تړل شوی دی، خو یوې ځایي خبرې ادارې د هغه له قوله ویلي چې د دوکان د بیا پرانېستلو اجازت ورکړی شوی او هغه به یو عدالت ته "وضاحت ورکوي".

تر دې وړاندې د ایران رسنیو ویلي و، د هغه ملک د عدالتي نظام مشر غلام حسین محسني اژه اي ګواښ کړی چې په عوامي ځایونو کې بې پړوني ښځو سره به "په بېرحمۍ سره" قانوني چلند وشي. هغه ویلي چې د ښځو سر لوڅول، "زمونږ د اقدارو سره د دښمني په معنا ده".

ایران کي د کال 1979 د اسلامي انقلاب راهیسي، په ښځو باندې جبري ګرځول شوی چې حجاب دې وکړي، خپل وېښتان دې پټ کړي، او اوږدې او پراخې جامې دې واچوي چې د وجود اندامونه یې ښکاره نشي. څوک چې د دې قانون خلاف ورزي کوي، هغوی په عام بازار کې رټل شوي، جرمانه ورباندې لګېدلې، او یا ګرفتاره کړی شوي دي. قانون کې د عامو شهریانو نه هم غوښتل شوي چې د بې حجابه یا بې پړوني ښځو مقابله دې وکړي. د قانون دې برخې سختدریځو وګړو ته دا لاره هواره کړې چې په لارو کوڅو کې پخپل سر په هغو ښځو حمله وکړي کوم چې پړوني يې نه وي پر سر.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG