لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش خراسان په پېښور کې د سيکهـ او مسيحي د وژلو زمه وارۍ منلي


داعش خراسان ډلې په پېښور کې د سيکهـ دوکاندار او يو مسيحی د وژلو زمه وارۍ منلي دي. څيړونکي وايي په پاکستان او ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې د داعش خراسان خطره موجوده ده او ياده ډله د دغه ډول بريدونو د لارې د خپلې موجودګۍ څرګندونه کوي.

دوه ورځې وړاندې په پېښور کې يو سيکهـ دوکاندار ديال سينګهـ او بيا هم په دغه ورځ يو مسيحي کاشف مسيح نامعلومه وسله والو په ډزو وژلي وو.

د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلا محمد اعظم خان د دواړو پېښو غندنه کړې وه.

اعماق چې د داعش خبري رسنۍ ده د داعش خراسان لخوا یې په پېښور کې د اقليتي غړو د وژلو زمه واري منلې ده.

څيړونکی خبریال حقنواز خان وايي، په خېبرپښتونخوا او جنوبي ضلعو کې یې زياتره تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] بريدونه کوي خو اوس چې داعش د دې بريدونو زمه واري ومنله نو که څه هم داعش د ټي ټي پي په څېر وجود نه لري خو خطره ضرور ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، د پاکستان د حکومت او امنيتي چارواکو زيات پام دا وخت ټي ټي پي ته دی خو داعش دلته شته او زياتره هدف یې اقليت او شيعه مذهب منونکي دي.

هغه زياته کړه، داعش خطر دی کسان یې هم شته او عمليات یې هم کړي دي او دا زمه واري منل یې پوښتنې راولاړوي چې که داعش دلته وجود لري نو ايا دې ته څومره توجه کيږي.

داعش تېره میاشت په بلوچستان صوبه کې په پوليسو د برید زمه واري منلې چې نهه پوليس پکې وژل شوي وو.

داعش تېر کال د مارچ په څلورمه نېټه په پېښور کې د شيعه مسلمانانو په جومات د ځانمرګي بريد ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 60 نه زیات کسان وژل شوي وو.

په 15م مې یې هم په پېښور کې د دوو سيکانو د وژلو ذمه واري منلې وه. له دغې وړاندې یې هم په پېښور کې د بل سيک مذهب منونکي ستنام سنګهـ د وژنې ذمه واري داعش منلې وه.

د دې ترڅنګ داعش خراسان په کوهاټ کې د پوليو ټيم په ساتونکو، باجوړ کې په سياسي مشرانو چې پکې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف غړو او مشرانو او پېښور کې د امنيتي ادارو په غړو د بريدونو ذمه وارۍ منلې وې.

اسلام اباد کې د امنیتي او پاليسۍ د چارو څېړنيزې خپلواکې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پيس سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې د کال 2022م پرمهال د پاکستاني طالبانو لا قانونه ډله ټي ټي پي او داعش خراسان د هېواد دننه د تشدد لوی کردارونه پاتې شوي او د ترهګرۍ 262 حملې شوي چې 14 پکې ځانمرګي بريدونه هم شامل وو. په دغو حملو کې 419 کسان وژل شوي او نزدې 700 ټپيان شوي وو.

په ياد رپورټ کې ویل شوي وو چې ټي ټي پي ،د طالبانو ځایي ډلې حافظ ګل بهادر، داعش او نورو مذهبي ترهګرو ډلو په کال 2022 کې په مجموعي توګه 179 حملې کړې وې او په کال 2021م کې دغو ډلو 128 بريدونه کړي چې پکې 250 کسان وژل شوي وو.

څيړونکی خبريال عقيل يوسفزی وايي، داعش په تېره يوه موده کې په ځانګړي ډول پېښور کې څو بريدونه کړي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په پېښور کې د داعش د موجودګۍ نور هم ډېر ثبوتونه مخې ته راغلي او خپله د خېبرپښتونخوا د پوليسو مخکني مشر معظم جاه انصاري ويلي چې داعش شتون لري او دا خطره موجوده ده.

هغه زياته کړه که داعش د عامو خلکو او بيا په خصوصي توګه د اقليتونو، سياسي خلکو او علماو په نخښه کول سېوا کړه نو دا بيا يو چېلنج جوړ شي.

په پاکستان کې چارواکي بيا بيا دا تکرار کوي چې په ملک کې داعش په منظم ډول وجود نه لري خو ورسره بيا وخت په وخت د داعش د غړو د وژلو دعوې هم کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG