لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"هېڅوک د قانون نه بالاتره ندي" - د کوسوو د پخواني صدر د مقدمې اورېدنه پیل شوه


(اېسوشيټډ پرېس) - د کوسوو د پخواني صدر او درېیو نورو ملزمانو باندې د درج شوې جرمي مقدمې عدالتي کاروایي، د ګل/دوشنبې په ورځ پیل شوه او یو نړېوال پراسېکیوټر یا وکیل اعلان وکړ چې "هېڅوک د قانون نه بالاتره ندي".

د کوسوو په پخواني صدر هاشم تاچي او درې نورو ملزمانو باندې په یوه قضیه کې د قتل او شکنجې په شمول یو لړ تورونه لګېدلي، مګر د هغوی ملاتړي وایي چې دا غیرمنصفانه تورونه دي چې د کوسوو د آزادۍ مبارزین په کې په نښه شوي دي.

هاشم تاچي په کال ۲۰۲۰ کې د صدارت د عهدې نه استعفا ورکړه چې په ځان باندې د لګېدلو الزامانو په ضد دفاع وکړي. په هغه تور دی چې په ۹۹-۱۹۹۸ کلونو کې د صربیا نه د آزادۍ اخېستلو په جګړه کې یې د بشر ضد او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

تاچي په هغو جګړو کې د "مار یا منگور" په نوم مشهور و. هغه د عدالتي کاروایۍ په پیلېدو سره ججانو ته وویل: "زه پوره بې قصوره یم." درې نورو ملزمانو هم د عدالتي کاروایۍ نه مخکې ابتدایي اورېدونو کې ځانونه بې قصوره ګڼلي دي.

د دې قضیې په رابرسېره کېدو سره د کوسوو د مختلفو سیاسي ګوندونو نه د هاشم تاچي او نورو ملزمانو په ملاتړ غږونه رااوچت شول. د اتوار/یکشنبې په ورځ زرګونه کسان لارو سړکونو ته راووتل چې د ملزمانو ملاتړ وکړي.

د کوسوو زیاتره خلک په دې فکر دي چې په نېډرلېنډز کې موجود نړېوال عدالت، انصاف نکوي او ګني غواړي د آزادۍ دپاره د دوی د جد و جهد تاریخ له سره ولیکي.

د نړېوال عدالت وکیل الېکس وايټېنګ وویل، کې اېل اې چې یو ګوریلا ملېشه ځواک و او د صربیا طاقتوره پوځ په ضد جنګېده، "د (صربیا د پوځ) تعاوون کوونکو او هغو کسانو ته چي فکر یي کولو غداران دي، په شمول د سیاسي مخالفینو، د هغو د هدف ګرځولو یوه ډېره واضحه او روښانه پالیسي" یې درلوده.

وایټېنګ وویل، وکیلان کولی شي دا ثابته کړي چې کې اېل اې په کوسوو او په شمالي البانیه کې په کال ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کې د سلګونو قتلونو او غیرقانوني حراستونو ذمه وار پاته شوی او دغه څلور ملزمان د کې اېل اې د پوځي مشرانو په حیث، د هغو جرمونو ذمه واري په غاړه لري.

د نړېوال عدالت وکیل زیاته کړه: "د ملزمانو لخوا اکثره وژل شوي کسان، د کوسوو البانیایي وګړي و. د هغو کسانو د هدف ګرځولو او له منځه وړلو په جوش کې، دوی دښمنان ګڼل کېدل."

وایټېنګ په آخره کې زیاته کړه چې، "هېڅوک د قانون نه بالاتره ندي، حتی د جګړې په وخت کې."

د نېډرلېنډز په هېګ کې د هاشم تاچي او نورو ملزمانو په ملاتړ مظاهره وشوه
د نېډرلېنډز په هېګ کې د هاشم تاچي او نورو ملزمانو په ملاتړ مظاهره وشوه

د نېډرلېنډز د هېګ ښار په نړېوال عدالت کې د هاشم تاچي او درېیو نورو ملزمانو د عدالتي کاروایۍ په پېلېدو سره، د هېګ د مرکزي رېل سټېشن مخې ته د ګل/دوشنبې په ورځ د تاچي سلګونه پلویان راټول شوي و او زیاترو یې جنډې او بېنرونه پورته کړي و. په یو یې لیکلي و: "مجرمان او قربانیان مه سره برابروئ!" په بل یې لیکلي و: "کې اېل اې د آزادۍ دپاره جنګېدلی".

ټاکل شوې چې د هاشم تاچي او درې نورو ملزمانو وکیلان به نن د نهې/سې شنبې په ورځ په عدالت کې خپل پرانېستونکي بیانات ولولي. طمع کیږي چې ړومبي شاهدان به آینده هفته کې عدالت ته خپلې ګواهۍ پېشې کړي.

توقع دا ده چې د ملزمانو وکیلان به دا دلیل پېش کوي چې کې اېل اې یو ګوریلا ځواک و چې کلک انتظام یې نه درلود او دغو څلورو ملزمانو هغه وخت کې په ځایي جنګیالیو باندې کم کنټرول درلود او د نورو د اعمالو دپاره دوی ذمه وار ګرځېدلی نشي.

خو د عدالت وکیلانو د وړاندې نه دا ویلي چې دغو څلورو کسانو "طاقت، اختیار، او اثر رسوخ" درلود نو د دي امله د هغو جرمونو ذمه وار گرځول کېدلی شي.

کوسوو په کال ۲۰۰۸ کې د صربیا نه خپله آزادي اعلانه کړه، مګر صربیا د هغوی آزادي نده تسلیمه کړې. چین او روس هم د صربیا ملاتړي دي او د کوسوو آزادي یې نده تسلیم کړې. د دې باوجود، امریکا او اکثره نور مغربي ملکونو د کوسوو آزادي په رسمیت وپېژندله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG