لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سویډن محکمې د قران شریف د سوزولو پر سر د لاریونونو د بندیز حکم رد کړ


واشنګټن – د سویډن یوې محکمې د نهې یا سې شنبې په ورځ د قران شریف د سوزولو په غبرګون کې په دوو لاریونونو باندې د پولیسو د بندیز اقدام رد کړ.

دا په داسې حال کې چې پنځه مشکوک مسلمان ترهګر په ورته توګه په یو بل لاریون کې د ترهګرۍ د عمل په ترسره کولو باندې نیول شوي‌ دي.‌

د سویډن په پلازمېنه سټاکهوم کې د ترکیې سفارت مخې ته په جنورۍ کې د قران شریف د سوزولو پېښې په ټوله نړۍ کې مسلمانان په غوصه کړي،‌ د اونیو راهیسې یې پرضد مظاهرې روانې دي، د سویډني توکو له اخېستلو څخه د بایکاټ او په ناټو کې یې د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه شوې.

د سویډن اعلی محکمې د پولیسو هغه پرېکړه غندلې چې په فېبرورۍ کې یې د قران شریف د سوزولو په غبرګون کې په دوه پرلپسې لاریونونو باندې بندیز لګولی و او ویلي یې دي چې امنیتي اندېښنې دومره نه وې چې د خلکو د لاریون کولو حق محدود شي.‌

د سویډن پولیسو په سټاکهوم کې د ترکیې او عراق سفارت مخې ته په فېبروۍ کې د قران شریف د سوزولو په غبرګون کې د اجازې له ورکولو څخه ډډه کړې وه او ویلي وو چې د جنورۍ لاریون هم سویډن " د بریدونو لپاره یو مهم لومړیتوب" ګرځولی و.

ترکیه نوره هم په دې خفه شوې وه چې پولیسو د لاریون مخه نیولې وه. انقرې په ناټو کې د سویډن د غوښتنې مخه نیولې وه او ویل یې چې سټاکهوم په دې کې پاتې راغلی چې د هغو کردي ډلو مخه ونیسي چې دوی یې ترهګر بولي.

د سویډن سیاستوالو د قران شریف سوزولو باندې نیوکې وکړې خو د بیان د ازادۍ له حق څخه یې دفاع وکړه.

د سویډن امنیتي ادارو په ورته وخت کې وویل،‌ چې پنځه مشکوک کسان یې د نهې یا سې شنبې وختي په مرکزي ښارونو ایسکېلستونا، لینکوپېنګ او سټرېنګناس کې نیولې دي.

د سویډن په امنیتي ادارو کې د ترهګرۍ ضد څانګې مشرې سوسانا ترېهورنینک وویل، "اوسنی کېس یو له هغو څخه دی چې د قران شریف د سوزولو په تړاو پرې د سویډن امنیتي‌ ادارو کار کاوه."

هغې وویل، چې مشکوکو کسانو له نړیوالو "مسلمانو توندلارو" سره تړاو درلود.

خو امنیتي ادارو ویلي دي چې که څه هم دوی باور نه لري چې د کوم برید ترسره کول دې شوني و.

امنیتې ادارې په یو بیان کې ویلي، "امنیتي ادارې باید د کوم ګواښ له پېښېدو څخه دمخه اقدام وکړي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG