لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مائيک مولن : پاکستان دنړيوالې ترهگرۍ ځاله ده


مائيک مولن : پاکستان دنړيوالې ترهگرۍ ځاله ده
مائيک مولن : پاکستان دنړيوالې ترهگرۍ ځاله ده

د امريکا دگډو ځواکونود کميټې مشر ايډمرل مائيک مولن دشورو په ورځ پاکستان د نړيوالې ترهگرۍ ځاله گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې دپاکستان پوځ پوهيږي چې ددغه گواښ ختمولو لپاره ورته څه کول پکار دي.
ښاغلې مولن وائي دا قطعاً ډيره گرانه ده چې په پاکستان کې د تندلارو خوندي ځالې وتړل شي او مونږ ددغو ځالو تړل کيدو پرته افغانستان کې نۀ شو کاميابيدى.
خو ددې ترڅنگ مائيک مولن دا هم وويل چې دښمن په افغانستان کې دماتې سره مخ کيږي.
دامريکا دپوځي مشر لخوا دغه څرگندونې په داسې حال کې شوي چې دامريکا صدر براک اوباما تير کال ژمنه کړې وه چې دافغانستان څخه به دامريکائي پوځيانو بيرته خپل هيواد ته دستنيدو عمل دکال 2011م دجولا ئي دمياشتې څخه پيل شي.
په کانگريس کې داوباما گڼ شمير ډيموکراټان ملاتړ کوونکي وائي هغوي ددغه مودې پورې يو اهم پرمختگ ليدل غواړي.
خو دمائيک مولن په شمول لوړپوړي پوځي مشران وائي هغوي تر دې مهاله نۀ دي باوري چې سږ کال دگرمۍ په موسم کې به دافغانستان څخه څومره پوځيان اوځي او دغه پوځيان دکومو سيمو څخه وتل پيل کوي.
مولن وويل په راتلونکې جولائي کې به گڼ شمير ځواکونه دهيواد څخه اوځي او دا مهال امريکائي او افغاني ځواکونه دتندلارو دځالو په ضد گامونه اخلي ځکه دتشدد دسيوا کيدو احتمال دى.
خو ددې ترڅنگ هغه دا هم وويل چې دمقامي کليو لخوا دطالب جنگيالو رد کيدل پيل شوي دي او دقندهار ولايت پشان سيمو کې هم دحيرانتيا وړ پرمختگ کيږي.
په فارن پريس سنټر کې خبريالانو سره دخبروپه مهال مائيک مولن وويل ترڅو چې ائتلا في او افغاني ځواکونه خپل موجوديت سيوا کوي ، خپل توانونه ښۀ کوي او په تندلارو خپل فشار سيوا کوي زۀ باور کووم چې دښمن به دماتې سره مخ کيږي
تيره مياشت دافغانستان په حقله مکمل شوې نظرثانۍ کې اوباما انتظاميې په ډاگه کړې وه چې دافغانستان په زياترو سيمو کې دتندلارو زور کم کړل شوى او گمان کيږي دالقاعده مشران په امريکا دنورو ترهه گريزو بريدونو پلان جوړوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG