لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور پوهنتون کې د احتجاج له امله د مياشتې راهسې تدريسي عمل ځنډېدلی دی


د خېبرپښتونخوا د پېښور پوهنتون چې نزدې د مياشتې راهسې د احتجاجونو له امله بند او تدريسي عمل پکې ودرېدلی دی، زده کوونکي او استازان د خپلو غوښتنو دپاره په احتجاج ناست دي او انتظاميه وايي د مالي مشکلاتو سره مخ کيږي.

د پېښور پوهنتون د استازانو تنظیم یا پيوټا لخوا احتجاج روان دی.

د ياد تنظیم جنرل سيکرټري ډاکټر سلیمان خان وايي، د دوی د نورو غوښتنو سره مهمه غوښتنه دا ده چې په پوهنتون کې استازانو او زده کوونکو ساتنه يقيني کړی شي او د پوهنتون وايس چانسلر دې د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شي.

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن وياند ملک حسنېن د نړیوالو اړيکو د څانګې زده کوونکی وايي، په پېښور پوهنتون کې د ناامنۍ دوه پېښې وشوې یو استاز او يو ساتونکی ووژل شو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی بيا د دغو پېښو ضد احتجاج پېل کړو او غوښتنه یې وکړه چې د دغو پېښو دې عدالتي پلټنې وشي او تر هغې وخته پورې دې وايس چانسلر او رجسټرار د خپلو څوکو څخه لرې کړی شي.

هغه زياته کړه دوی په شريکه ټول زده کوونکي ځانله او استازان ځانله په احتجاج دي که څه هم د دوی غوښتنې يو شان دي. دوی او استازان د پوهنتون څخه د وسلې لرې کولو، عدالتي پلټنو او وايس چانسلر او رجسټرار لرې کېدو او خپلو ساتونکو په ځای کولو غوښتنه کوي.

حسنېن وويل دوی د خېبرپښتونخوا د ګورنر نه غوښتنه کوي چې د دوی تدريسي لړۍ ودرېدلې، فيسونه پرې راځي او وخت یې ضايع کيږي ګورنر دې د دوی غوښتنې ومني.

پېښور پوهنتون کې د مارچ په پينځمه نېټه يو سيکورټي ګارډ د تمانچي په ډز د شخصي امنيتي کمپنۍ مشر ثقلين بنګش وژلی وو.

له دې وړاندې په 19م فرورۍ د پېښور اسلاميه کالج يونيورسټۍ کې د انګريزۍ څانګې استاز بشير احمد د پوهنتون امنيت ساتونکي اهلکار د نښتي په مهال ويشتلی او وژلی وو.

د پېښور پوهنتون زده کونکي وايي د کېمپس دننه د امنيت خراب صورتحال زده کوونکي ډېر اندېښمن کړي دي.

د پېښور پوهنتون رجسټرار سېف الله خان وي او اې ډیوه ته ویلي، ښايي دې ځل له دوی تنخاګانې هم په وخت ور نه کړي، تقريبا 30 کروړه تنخاګانې او پېنشنونه جوړيږي هرچا تالې وهلې دي نو تنخا به څنګه ورکوي.

خو سلېمان وايي چې د دوی تنخا نه شي بندول کېدې وړاندې د احتجاج کولو په سر د پينځه استازانو نه تنخا کټ کړی شوې خو هغه ورته بيا عدالتونو واپس کړې وه ځکه چې احتجاج د دوی حق دی.

خو رجسټرار وايي، پوهنتون بند دی د سپرلي د سمسټر پېسې زده کوونکو نه دي جمع کړي دوی به تنخاګانې د چرته نه ورکوي.

هغه وويل زمونږ دې وخت کې 35کروړه روپۍ زده کوونکو ته پاتې دي هغه نه راځي نو هغه پېسې به د کوم ځای نه راځي.

وايس اف امريکا ډيوه پوهنتون کې د روان احتجاج او غوښتنو په اړوند څو ځله د پوهنتون د انتظاميې د دريځ معلومولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG