لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: سپریم کورټ سره پوځ نه وي، د فیصلې حفاظت به یې ولس کوي


دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي سپریم کورټ سره کوم پوځ نه وي بلکې د فیصلو حفاظت یې ولس کوي اؤ د پاکستان ولس به د سپریم کورټ تر شا ولاړ وي.

د نهې په ورځ دسپریم کورټ لخوا پنجاب اسمبلۍ لپاره په 14م مئ دانتخاباتو دفیصلې مخې ته له راتلو وروسته عمران خان دخپل ګوند پلویانو ته په یوه ویډیو وینا کې ویلي که حکومت سره دکړکیچن معاشي صورتحال اؤ موجوده دلدل نه د وتلو کومه لاره وي نو هغه دې ده ته وښایي بیا تر دی اکتوبره هم دالیکشن انتظار کولو ته تیار دی.

دا په داسې حال کې ده چې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ مرکزي کابینې دسپریم کورټ فیصله رد کړې ده اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، ویره ده چې دلاهور په تخت روانه جګړه به ټول هیواد ډوب کړي.

عمران خان ویلي هغه شک لري چې موجوده حکومت به پنجاب کې دانتخاباتو په اړه دسپریم کورټ فیصله نه مني اؤ هڅه به وکړي چې انتخابات تر اکتوبره وغځوي.

هغه پخپله وینا کې د وکیلانو په تولنه غږ کړی چې "تاسو چمتو شئ ، که سبا دوئ دتېرو وختونو په څېر یو ځل بیا په سپریم کورټ برید کوي نو دقام ذمه واري ده چې د سپریم کورټ ترشا ولاړ وي"

ښاغلي خان وویل قام باید دسپریم کورټ په پرېکړه خوشحالۍ وکړي ځکه چې دحقیقي ازادۍ لاره دقانون واکمني ده اؤ مونږ به ازادي هم دسپریم کورټ له لوري دبنیادي حقونو دحفاظت په صورت کې ترلاسه کوؤ.

دسپریم کورټ دمشر قاضي عمرعطاء بندیال په مشرۍ درې کسیز بینچ دنهې په ورځ خپله پرېکړه کې دالیکشن کمیشن له لوري پنجاب اسمبلۍ لپاره دکیدونکو انتخاباتو 8 اکتوبر ته دغځولو اقدام ناچله ګرځولی اؤ الیکشن کمیشن ته یې په 14 مئ دغه صوبه کې دانتخاباتو کولو امر کړی دی.

حکومت دسپریم کورټ دا فیصله رد کړې ده اؤ دقانون وزیر ښاغلي‌ اعظم نزیر تارړ په پارلیمان کې ویلي چې دحکومت قانوني ډله به اوس د راتلونکي لپاره خپله تګلاره جوړوي.

دقانون وزیر دحکومت دا پرېکړه دانصاف پرضد بللې ده اؤ ویلي یې دي چې دیوې عدالتي پرېکړې په شتون کې بله عدالتي پرېکړه قانوني جواز نه لري.

تر دې وړاندې د وزیراعظم په مشرۍ دمرکزي کابینې شوې غونډه کې هم دسپریم کورټ پرېکړه رد شوې ده.

دپیپلز ګوند مشر اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري دنهې په ورځ نو ډیرو کې دپخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو دتلین په اړه راجوړې شوې جلسې ته په وینا کې ویلي چې هغه دهیواد ټولو دخیلو یا اړونده خواؤ ته پیغام ورکوي چې دهیواد نه کار واخلي اؤ نظام اؤ جمهوریت بچ کړي.

هغه وویل هیواد کې روان سیاسي اؤ اییني بحران ټولو خواؤ ته ډاګیز پیغام ورکړی دی چې "که اییني بحران دوام وکړي نو نه به دی وي،نه به شهباز وي،نه خان صیب ،دنفرت دسیاست قیمت به ټولو ته پریکول وي "

دبلاول بوټو وینا وه ویره ده چې دلاهور په تخت روانه جګړه به ټول هیواد ډوب کړي.

هغه زیاته کړه هغه پارلیمان کې امریت منلو ته غاړه نه ږدي نو په اعلا عدلیه کې به دچا امریت څنګه ومني؟

پاکستان تحریک انصاف په پنجاب کې انتخاباتو دپاره د اتم اکتوبر د نېټې خلاف سپریم کورټ ته خواست کړی و او غوښتلي وو چې عدالت دې د الېکشن کمېشن فېصله مسترد کړي.

په مقدمه کې د تحریک انصاف یو وکیل بېرسټر ګوهر علي خان وي او ای ډیوه ته وویل په پنجاب کې انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ د فېصلې وروسته به اوس په خېبرپښتونخوا کې انتخاباتو دپاره عدالت ته خواست کوي.

بېرسټر ګوهر علي خان وویل سپریم کورټ ته خپل خواست کې به غوښتنه کوي چې عدالت دې په خېبرپښتونخوا کې هم د اکتوبر د اتمې نېټې نه مخکې د انتخاباتو اعلان وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG