دپاکستان اسټیټ بینک دسود کچه نور یو فیصد زیاته کړې ده چې دې سره دهیواد په تاریخ کې دا کچه تر ټولو لوړې شرحې 21 فیصدي ته رسېدلې ده.
دنهې په ورځ دپاکستان مرکزي بینک دڅارنې دتګلارې په اړه اعلامیه خپره کړې ده چې له مخې یې دڅارنې دتګلارې کمیټۍ دسود په کچه کې د100ؤ بیسس پواینټونو اضافه کړې ده.
تر دې وړاندې دمارچ په دریمه نیټه اسټیټ بینک دسود کچه درې فیصدي لوړه کړې وه اؤ د17 نه یې 20 فیصدو ته رسولې وه.
په پالیسي نرخ کې له اضافې وروسته دسود موجوده کچه 21 فیصدي ته رسېدلې ده
په 33 ورځو کې دپاکستان دننه دسود کچه 4 فیصدي لوړه کړل شوې ده.
دتېر مالي کال په پائ کې پالیسي نرخ 14.75 فیصدي ؤ اؤ د روان مالي کال په مهال تراوسه دسود کچه کې 6.25 فیصدي لوړوالی راوستل شوی دی.
په تېرو 17 میاشتو کې د پاکستان مرکزي بینک د سود کچه 13 فیصدي لوړه کړې ده اؤ اقتصاد پوهان وایي چې دسود د کچې لوړېدو سره به راتلونکو ورځو کې د پاکستان اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شي.
دمارچ په میاشت کې دسود دکچې لوړولو په اړوند اسټیټ بینک خپله اعلامیه کې ویلي وؤ د سود د کچې لوړولو مقصد افراط زر کې اضافه او مالیاتي ثبات ته د پېښو ګواښونو مخه نیول دي.
د سود په کچه کې دا نوې اضافه په داسې حال کې شوې ده چې په پاکستان کې د پاکستاني روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ نور هم په بره تللی اؤ نرخ یې په انټر بېنک مارکیټ کې 287روپو او 29 پیسو ته رسیدلی دی.
ددې ترڅنګ د پاکستان د ونډو بازار هم پرون د نهې په ورځ د 200 پواينټونو نه زیات غورځېدلی دی.
کاروباریان وایي چې پرله پسې دسود دکچې لوړولو سره په روزګارونو او معاشي پرمختیا ناوړه اغېزې کیږي.
تېره اوونۍ په پاکستان کې د شمیرو دولتي ادارې هیواد کې د روانې ګرانۍ نوې شمیرې هم مخې ته راوړي وې چې دهغې له مخې په دغه هیواد کې دګرانۍ کچه 35.37فیصدي ته رسیدلې ده اؤ مطبوعات وایي دکال1965 نه راپدیخوا دپاکستان کې دګرانۍ تر ټولو لوړه کچه ده
شمیرې ښایي چې یوازې دمارچ په میاشت کې ګراني 3.72 فیصدي ختلې ده.
په مردان کې د صنعتکارو او کاروباريانو مشر ظاهر شاه په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي، په صوبه کې د وړاندې نه کاروباريان د زياتو خرڅونو او په کاروبارونو کې د مشکلاتو سره مخ دي، د سود د شرحې سېوا کېدو سره به د دوی مشکلات نور هم سېوا شي.
د ظاهر شاه په وینا په منطقه کې په ګاونډي هېواد هند کې د صنعتونو د سود شرحه د درېوؤ نه تر څلورو فيصدو پورې ده او په پاکستان کې دا فرق ډېر زیات دی چې له امله يې پاکستاني صنعتونه په مارکيټ کې مقابله نه شي کولی.
اقتصاد پوهه خبریال وکیل الرحمان د وي او ای ډيوه خبریال ریاض حسین ته ویلي،کله چې هم په ملک کې ګراني زياته شي نو حکومت د سود شرحه زياته کړي چې له امله یې په مارکيټ کې د پېسو مقدار کم شي او د هغې سره ګراني راکمه شي.
خو نوموړی وايي بيا بل لور ته په کاروبارونو باندې منفي اغېزې کيږي چې له وجې یې اقتصادي پرمختيا په قلاره شي او بې روزګاري ورسره سېوا شي.