لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له سختو نیوکو وروسته پاکستان کې دسرشمېرنې عمل تر10م اپریل وغځول شو


دپاکستان حکومت دسرشمېرنې لپاره ټاکل شوې موده تر10م اپریل غځولې ده اؤ د شمیرو دولتي اداره وایي چې دسر شمېرنې عمل 92 فیصدي سرته رسول شوی دی.

دمحسن داوړ په مشرۍ ملي جمهوري غورځنګ ګوند ویلي مرکزي حکومت دسرشمیرنې عمل د دوي په خواست د10م اپریل پورې غځولی اؤ له خلکو یې غوښتنه کړې ده چې دسر شمېرنې په دې عمل کې کوټلی ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیجیټل سرشمیرنې په روان عمل خېبر پښتونخوا اؤ دملک نورو صوبو نه کلکې نیوکې مخې ته راغلې دي.

دشمېرو دولتي ادارې ویلي دسرشمېرنې عمل په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې 95 فیصده، په سیند کې 92 ، په بلوچستان 67 اؤ اسلام اباد کې 72 فیصدي سرته رسول شوی دی.

دعوامي نیشنل پارټۍ وتلي فعال مولانا خان زیب په ټویټر لیکلي هغه ته معلومه شوې ده چې په روانه سرشمېرنه کې دپښتونخوا صوبې ابادي دکال 2017م دسرشمېرنې نه هم کمه ښودل شوې ده .

هغه دپښتونخوا د هرې ضلعې دټولو سیاسي ګوندونو دمشرانو نه غوښتنه کړې ده چې په دې مهمه قامي ستونزه کې خوښي وښایي اؤ خپل کردار ترسره کړي.

دشمیرو د دولتي ادارې د ویاند محمد سرور ویلي چې دسرشمېرنې دعمل سرته د رسولو موده په دې خاطر غځول شوې ده چې هیڅوک دشمیرې دعمل نه پاتې نه شي.

دډیجیټل سرشمېرنې دا عمل په ګرد هیواد کې دمارچ د وړومبۍ نیټې نه روان دی چې دشمېرو د ادارې له مخې یو لک اؤ‌ 21 مامورین پکې دخلکو په شمېرنه بوخت دی.

په دې سر شمېرنه دخېبر پښتونخوا اؤ په ځانګړي ډول دقبایلي سیمو نه ګډ شمیر اعتراضونه مخې ته راغلي اؤ په سیند صوبه کې پرې هم دحکومت ایتلافي ګوند متحده قومي موومنټ نیوکې کړې دې.

په سر شمېرنه دپښتونخوا نیوکې:

د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکو د بېلابيلو سیاسي ګوندونو استازو په دې سرشمیرنه کلکې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې د تېرو دوه لیسزو نه د سېوا مودې راهسې قبايلي سیمه د مشکلاتو سره مخ پاتې شوې د سیمې ډهانچه ړنګه شوې او په تېره د کال 2017 په سر شمېرنه کې د دوی يو کروړ او 20 لکه ابادي په مشکله سره 5000000 [پنځوس لکه] ښودل شوې ده.

دوي تور لګولی چې په روانه سرشمېرنه کې د قبايلي ولس سره خيانت شوی دی.

دجمعيت علمااسلام ف ګوند د قبايلي سیمې مرستیال مشر مفتي اعجاز وي او اې ډيوه ته ويلي چې په تېره سرشمېرنه کې د دوی نيمه ابادي شمار کړی شوې او دا ځل بیا د دوی د ابادۍ د کمې ښودلو هڅه کيږي او د دغه لارې د دوی نيم حقونه تروړل کيږي.

د شمالي وزيرستان نه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی مير کلام وزیر په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ دوي اندېښنه لري چې په پښتون مېشته سيمو کې به سمه سرشمېرنه ونه شي.

دمیرکلام وزیر په وینا "مونږ ګڼو چې دا اوسنۍ سرشمېرنه به هم د تېر په شان کمه وي، د شمالي وزيرستان مخکنۍ ابادي پينځه نيم لکه شمار کړی شوې وه په تېره سرشمېرنه کې، خو په جون 2014م کې چې د وزيرستان د رزمک، دوسلي، شوې او ګړيوم ډېر خلک کډوال شوي هم نه وو خو دوی بيا هم څوارلس نيم لکه خلک شمار کړي چې اسانتیاوې یې ورته ورکړی شوې وې په دغه حساب درېمه برخه هم ده شمار کړل شوې ځکه مونږ اندېښنه لرو چې په پښتون مېشته سيمو کې به سمه سرشمېرنه ونه شي"

د عوامي نيشنل ګوند د مومندو ضلعې سره تعلق لرونکي د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړي نثار مومند هم ډیوه سره خبرو کې په روانه سر شمېرنه اندېښنې ښکاره کړې دي.

هغه وایي"يو خو دا سرشمېرنه په داسې حال کې کيږي چې زمونږ خلک اوس هم کډوال دي، د امنیت مسله هم ده د هغې له کبله او د روزګار د غمه قبایلي خلک مجبوره دي مزدورو له تللي دي، وړاندې به داسې کېده چې خلکو به له هر ځای کولی شو چې ځان په خپله علاقه کې وليکی يا اندراج وکړي خو اوس ډيجیټيل کيږي نو خلک به بیا کم شمار شي، نو تاوان یې د دې سرشمېرنې په بنياد حلقه بندۍ او انتخابات کېدل دي او چې د کمې سرشمېرنې په بنياد انتخابات او بيا فنډنګ کيږي د قبايلو حق به بيا نيم ترلاسه شي"

د پاکستان د شمارياتو د ادارې ترمخه پاکستان کې وروستۍ د کال 2017 په سرشمېرنه کې د ملک ټوله ابادي 207اعشاريه 68 ملينه ښودل شوې چې پکې د مخکنۍ فاټا ابادي 49 لکه93044 ويل شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG