لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان نه افغانستان ته برآمدات 17.02 فيصده سېوا شوي دي


د پاکستان مرکزي بېنک وايي د روان مالي کال [2022، 23] په لومړیو اتو مياشتو کې د [جولايۍ نه تر فرورۍ] پورې د پاکستان نه افغانستان ته صادرات یا برآمدات 17.02 فيصده سېوا شوي دي، خو په ياده موده کې د افغانستان نه پاکستان ته واردات [درامدات] 88.65 فيصده کم شوي دي.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې اې پي پي د سټېټ بېنک له قوله ويلي، چې د پاکستان نه افغانستان ته 346.522 ملينه ډالره صادرات [برامدات] شوي دي، او په تېر مالي کال [2021، 22] کې هم په دې موده کې 296.109 ملنه ډالره صادرات شوي وو.

خو بېنک ويلي، د افغانستان نه پاکستان ته مجموعي واردات په اته مياشو کې 13.540ملینه ډالره ريکارډ شوي او دا د تېر کال د 119.328 ملينه په مقابله کې 88.65 فيصده راکم شوي دي.

ويل شوي چې د پاکستان نه افغانستان سره مجموعي تجارت او صادراتو کې 88.65 فيصده اضافه شوې ده او تېر کال د افغانستان سره مجموعي تجارت 176.871 ملينه ډالره خو روان کال دا 332.982ملينه ډالرو ته رسېدلی دی.

سټېټ بېنک ويلي، د پاکستان د نړۍ د نورو هېوادونو سره هم مجموعي برامدارت 9.65فيصده راکم شوي دي کوم چې د 20.632 اربه ډالرو نه 18.639اربه ډالرو ته راکم شوی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت کوونکي سوداګر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت نور هم سېوا کېدی او د دواړه هېوادونو او په ځانګړي ډول په پوله دواړو غاړو ته پرتو خلکو په ډېره ګټه تماميږي خو که د تجارت په برخه کې او په لاره کې جوړ خنډان یې لرې کړی شي.

پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مرستيال مشر شاهد حسېن وايي، پاکستان چې کوم سېوا والی يادوي په هغې کې زیات د چيني [بوره] سېوا کېدو برخه ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د دواړو هېوادونو ترمنځ چې مخکې کوم زیات تجارت وو يا پکار دی هغه اوس هم هغه رنګه نه دی، او علتونه یې دا دي چې هلته په افغانستان کې د واکمنه حکومت څخه يو تعداد خلک لا مطمین هم نه دي تراوسه ډېر افغانان په دې انتظار کې دي چې هلته به بدلون راځي".

ښاغلي شاهد حسېن زياته کړه، "وړاندې په افغانستان کې د ګډ حکومت خبرې کېدې اوس هغه هم سړې شوې، امارات اسلامي په ټول افغانستان کې واکمن دي خو بدبختانه افغان تاجرانو خپلې سرمايې خارج ته انتقال کړي دي د ځينې ويرو د لاسه چې دغلته هر وخت بدلون راتلی شي".

نوموړي وویل، "که چرته افغان تاجر د موجوده حکومت اطمينان ترلاسه کړو او عام افغان قوت خريد سېوا کړی شو ځکه چې هلته افغانان قوت خريد نه لري".

د نوموړي په خبره په افغانستان کې په وړاندې حکومتونو کې بهرني امدادونه راتلل، په افغانستان کې دننه کارونه کېدل په ډېرو بخشونو کې، هغه غونډ تړلي دي.

هغه وايي، "داخلي حکومت چې داخلي پروژې اعلان کړي پېسه د خزانې نه ولس ته راشي په پرمختيايي برخو کې، نو دا يو سرکل روان شي خلک سوداګانې کوي خريداريانې کيږي بیا به د افغانستان او پاکستان او ايران ټول تجارت ورسره هم سېوا کيږي".

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر مشر زبېر موتي والا هم وايي چې د هغه په حساب دوه اړخيزه تجارت ډېر سېوا کېدی شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د حکومتونو په کچه د تجارت په وړاندې مشکلات هوارول پکار دي په ځانګړي ډول د کراچۍ په بندر چې کوم مشکلات دي يا د افغانستان د لوري چې کوم مشکلات دي بايد چې دا ختم کړی شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت به ورسره سېوا شي".

د افغانستان او پاکستان په پوله وخت په وخت د پېښو کېدو وروسته اکثره تجارتي لارې تړل کيږي.

سوداګر وايي بايد دواړه ملکونه، حکومتونه تجارت د سياست څخه لرې وساتي ځکه چې د تجارتي لارو بندېدو سره نه يواځې د دواړو ملکونو سوداګرو ته بلکې حکومتونه هم په غټه کچه مالي تاوانونه اوړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG