واشنګټن – رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې اوکراین دا مهال د ۴۰۰۰۰ سرتېرو په روزلو بوخت دی چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې پرې به د روس د پوځي عملیاتو مخه ونیسي.
د اوکراین لخوا پوځ ته د نویو سرتېرو جذبول او روزل په داسې حال کې روان دي چې د میاشتو راهیسې د هېواد په ختیځو ښارونو لکه بېخموت کې له روسانو سره درنه جګړه روانه ده او په زرګونو سرتیري پکې وژل شوي دي.
خو کیېف د خپلو پوځي زیانونو په اړه معلومات نه ورکوی.
په اوکراین کې د نویو لېواګانو جوړېدل د کورنیو چارو وزارت لخوا پیل شوي، چې دوی به بیا د پوځ د منظمو کنډکونو سره چې د لویدیځ په ټانکونو، او له اکراین څخه د باندې د متحدو پوځونو لخوا په نویو روزل شویو سرتېرو باندې سمبال دي یو ځای جګړه کوي.
له روسي سرتېرو څخه د سیمو د بېرته نیولو خونړۍ هڅې به د لویدیځ ملاتړي خوشبینه کړي او کیېف به وهڅوي او پرې فشار به راوړي چې له ماسکو سره مذاکرات ورکړي.
اوکراین تېره کال له کیېف او شمال ختیځ او جنوبي خرسان څخه روسي ځواکونه په شا وتمبول خو روسي ځواکونه اوس هم د ختیځ ځینې سیمې په واک لري او همدارنګه د سټراټېژيک ارزښت له پلوه جنوب او کرایمیا هم ورسره دي.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي وايي، اوکراین له روس څخه چې په یو اړخیز ډول یې د اوکراین پنځه سیمې خپلې اعلان کړې، د خپلې خاورې هر انچ بېرته اخېستل غواړي.
رویټرز خبر ورکړی چې اوکراین د خپلې طوفاني لېوا لپاره د جلب او جذب چارې د فېبروۍ په لومړیو کې پیل کړې وې.
اوکرایني چارواکو ویلي، دا به څلور میاشتې وخت ونیسي چې په بشپړه توګه ملیکان چې هېڅ تجربه نه لري وروزل شي خو هغه چې پخوا یې په پوځ یا پولیسو کې کار کړی وي د هغوی روزنه به دوه میاشتې وخت ونیسي.