لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الیکشن کمېشن پنجاب صوبه کې د انتخاباتو شېډول خپور کړ


د سپریم کورټ له پرېکړې وروسته د پاکستان د ټولټاکنو کمیشن په14م مئ د هیواد تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې د انتخاباتو مهال ویش یا شیډول خپور کړی دی.

دانتخاباتو دا شیډول په داسې حال کې جاري کړل شوی چې دپاکستان مرکزي حکومت پنجاب صوبه کې دانتخاباتو په اړه دسپریم کورټ فیصله رد کړې ده اؤ دمخالف ګوند پي ټي اي مشر عمران خان ګواښ کړی دی چې که ټاکلي وخت کې انتخابات ونه شي نو دده دګوند فعالین به بیا په سړکونو وي.

دالیکشن کمیشن داعلامیې له مخې پنجاب اسمبلۍ لپاره به ووټونه په 14م مئ کیږي اؤ دټاکنې کاغذونو کې د اپیل دایرولو لپاره وروستۍ نیټه 10م اپریل ټاکل شوې ده.

الیکشن کمیشن ویلي چې دنامزدګۍ یا ټاکنې د کاغدونو په اړه په دایر شوؤ اپیلونو به فیصله تر 17م اپریل کیږي اؤ په 18م اپریل به د امیدوارانو نظرثاني شوي فهرستونه مخې ته راوړل کیږي.

داعلامیې له مخې دامیدوارانو لپاره دټاکنې دکاغذونو بېرته اخستو وروستۍ نېټه 19م اپریل ټاکل شوې ده اؤ امیدوارانو ته به انتخابي نخښې په 20م اپریل ورکولی شي.

اوړمه ورځ سپریم کورټ‌ دپنجاب اسمبلۍ دانتخاباتو په اړه خپل حکم کې ویلي وؤ چې انتخاباتو لپاره به دنامزدګۍ یا ټاکنې کاغدونه تر 10م اپریل جمع کولی شي،دامیدوارانو غوڅ نوملړ به په 19م اپریل جاري کولی اؤ انتخابي نخښې به په 20م اپریل ورکولی شي.

سپریم کورټ پخپل حکم کې مرکزي حکومت ته وینا کړې ده چې انتخاباتو لپاره الیکشن کمیشن ته تر 10م اپریل 21 اربه روپۍ ورکړي.

تر دې وړاندې دپاکستان صدر عارف علوي پنجاب کې انتخاباتو لپاره د30م اپریل نېټه ټاکلې وه خو الیکشن کمیشن په 8م اکتوبر دانتخاباتو کولو اعلان کړی ؤ چې پاکستان تحریک انصاف ګوند دالیکشن کمیشن ددې فیصلې په ضد سپریم کورټ کې درخواست جمع کړی ؤ.

دنهې په ورځ دسپریم کورټ درې کسیزه بینچ پخپله فیصله کې دالیکشن کمشن پرېکړه ناچله ګرځولې وه اؤ‌حکم یې کړی ؤ چې په 14مئ دې پنجاب صوبه کې ټاکنې ترسره کړل شي.

دپاکستان مرکزي کابینې دسپریم کورټ دا پرېکړه مسترد کړې ده اؤ واکمن ایتلاف پرېکړه کړې ده چې نن د زیارت په ورځ به قامي اسمبلۍ نه دسپریم کورټ دفیصلې پرضد قرارداد منظوروي.

دسپریم کورټ لخوا پنجاب کې دانتخاباتو له حکم وروسته وزیراعظم شهباز شریف قامی اسمبلۍ ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې دانتخاباتو دنیټې نه اعلانېدو په قضیه کې یو وارې بیا دعدل اؤ انصاف وژنه شوې ده.

دقانون وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ هم پارلیمان ته ویلي وؤ چې اکثریتي فیصله په اقلیتي رایې نه شي بدلیدلی.

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې که حکومت دسپریم کورټ حکم نه مني نو دا دایین خلاف ورزي ده اؤ سپریم کورټ‌ پرې حکومت دعدالت دسپکاوي په اساس رانیولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG