لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګوګل به بلوچستان کې 1000پېغلو اؤ ځوانانو ته وظیفې ورکوي


دبلوچستان حکومت اؤ دګوګل داستازو ترمنځ زرو پیغلو اؤ ځوانانو ته دسکالر شپو یا وظیفو ورکولو تړون تېره ورځ په سرښار کوټه کې لاسلیک کړی شوی دی.

دبلوچستان چیف سیکرټري عبدالعزیز عقیلي رسنیو ته ویلي دبلوچستان دصوبایي حکومت اؤ ګوګل ترمنځ ددې تړون لاسلیک کیدو سره به دانفارمیشن ټیکنالوجۍ په څانګه کې دبلوچستان ځوان کول ته د روزنې ښې موقعې په لاس ورشي اؤ هغوئ به ورسره په روزګار شي.

دګوګل اؤ بلوچستان دحکومت ترمنځ دهمکارۍ دا تړون د لوړو زده کړو اؤ فني تعلیم ،ساینس اؤ ټیکنالوجۍ،تعلیم ،محنت اؤ افرادي قوت،صنعت اؤ اقتصاد اؤ روغتیا په څانګو کې ترسره شوی دی.

دبلوچستان چیف سیکرټري وویل دلاسلیک شوي تړون له مخې به ګوګل دبلوچستان ځوانانو ته یو زر وظیفې ورکوي.

دچیف سیکرټري وینا وه چې دبلوچستان په سکولونو کې به ډیر زر دګوګل په مرسته دانفارمیشن ټیکنالوجۍ کلاسونه پیل کړل شي اؤ دې لپاره ګوګل صوبي ته پینځه لکه ډالر ورکړي دي.

هغه وویل کوم کسان چې د وظیفو لپاره غوره شي ګوګل به هغوي ته روزنه یا تربیت هم ورکوي.

چیف سیکرټري وویل هرکله چې دبلوچستان ځوانان وروزل شي ترهغې وروسته به ورته د روزګار فرصتونه ورکول کیږي اؤ ګوګل به تربیه شوؤ ځوانانو ته د روزنې سندونه هم ورکوي.

دچیف سیکرټري په خبره ګوګل به بلوچستان ایالت ته خپل 10 بسونه ورکوي چې هغه به دصوبې په بیلابیلو برخو کې چلولی شي.

چیف سیکرټري وویل هرچاته معلومه ده چې دا دتیکنالوچۍ ،ډیجیټل اسپیس اؤ اایي ټي دوره ده اؤ مستقبل هم ددې شیانو دی ځکه نو ډیره مهمه ده چې دبلوچستان پیغلې اؤ ځوانان په دې څانګه کې روزل کیږي.

دنوموړي په خبره هرکله چې دا ځوانان وروزل شي نو کولی به شي چې دنړیوال مارکیټ نه ګټې دخپل کور دننه په لیپ ټاپ ترلاسه کړي اؤ هم به ورته د نوکریو پراخه موقعې په لاس ورشي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ دپاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم دهیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې دقدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو دبلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې دبلوچستان په وسیلو دې ددې صوبې خپلو وکړو ته واک اختیار ورکړل شي.

بلوڅ تنظیمونه تور لګوي چې کله بلوڅان دخپل ځان سره دکېدونکې نا انصافۍ پرضد غږ پورته کوي،پخپلو وسیلو د واک خبره کوي، خپل اییني اؤ قانوني حقونه غواړي نو دهیواد دطاقتور پوځ داستخباراتي ادارو لخوا پورته کیږي چې یا خو یې بیا په ګولیو سوري مړي موندل کیږي اؤ یا هم لادرکه پاتې کیږي.

خو پوځ مدام دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ وایي دبلوڅانو په جبري لادرکیو اؤ وژنو کې لاس نه لري.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې دقدرتي ګیس ترڅنګ دمعدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو،اوسپنې،کرومایټ،تانبې،چونې،قیمتي کانو ،سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG