واشنګټن ـــــ د هندوستان او چین تر منځ له دې کبله تازه سفارتي شخړه پیل شوې چې په نوي ډیلي او بېجینګ کې یې خپلو خبریالانو ته د ویزو ورکولو په ستونځه باندې پر یو بل تورونه لګولي دي.
دواړو دا تورونه په داسې وخت لګولي چې هند څو ورځې مخکې د چین پر هغه اقدام اعتراض وکړ، چې د هند په شمال ختیځ ارونچل پردېش ایالت کې یې د 11 ځایونو نومونه بدل کړل یا یې "معیاري" کړل، چین دې ایالت ته تبت وایي او د ملکیت دعوه یې کوي.
د هندوستان ورځپاڼو په روانه اوونۍ کې وویل چې دوه هندي خبریالان چې په چین کې کار کوي او خپلو کورونو ته راغلي وو، له هنده بیرته بېجنګ ته خپلو کارونو ته تلو خو د چین چارواکو یې مخه نیولې ده.
له دې مسئلې خبرې یوې هندي سرچینې رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د «دي هندو» اخبار او د سرکاري نشریاتي ادارې «پرسار بهارتي» خبریالانو ته د نهې- سه شنبې په ورځ وویل شول چې د دوی ویزې ځنډول شوې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ وایي، له چینایي خبریالانو سره په هند کې له ډېرې مودې غیرمنصفانه او توپیري چلند کېده او د سینهوا خبري ایجنسۍ خبریال ته په دې وروستیو کې ویل شوي وو چې د مارچ تر 31مې له هندوستانه ووځي.
ماو نینګ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وويل، چين تل د هند له خبريالانو سره ښه چلند کړی دی، وایي چارواکي یې د هندوستان له حکومت سره په دې اړه خبرې کوي خو تر اوسه یې د هغوی له خوا جواب نه دی تر لاسه کړی او نه هغوی خپله "تېروتنه" سمه کړې ده:
"چین باید د خپلو قانوني ګټو د ساتنې لپاره جوابي اقدامات وکړي. چین د هندي خبریالانو هرکلی کوي چې په چین کې کار کوي. که هند خپلې غلطۍ سمې کړي، چین تیار دی چې هندي خبریالان کار ته پرېږدي."
د رویټرز د خبر له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارندم باګچي په نوي ډیلي کې ویلي چې هندوستان هیله لري "چینايي چارواکي به د دوی [د خبریالانو] ته په دوامداره توګه له چین څخه د خبریالۍ کولو ته لاره برابره کړي."
د اېشیا د دغو دوو لویو اېټمي طاقت لرونکو هېوادونو ترمنځ اړیکې د کال 2020م له نیمایي راهیسې هغه وخت خرابې شوې، چې د هندوستان او چین پوځیانو تر خپل منځ د لانجمنې سیمې همالیا پر پوله جګړه وکړه او 24 کسان پکې ووژل شول.