لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکې کې د مسلمانانو او یهوديانو د شریک روژه ماتي هدف څه ؤ؟


په امریکې کې د مسلمانانو او یهوديانو د شریک روژه ماتي هدف څه ؤ؟
په امریکې کې د مسلمانانو او یهوديانو د شریک روژه ماتي هدف څه ؤ؟

امرېکې ته د ګڼو قومونو او مذهبونو مننونکو شریک هیواد ویلو یوه بېلګه دسرښار واشنګټن سره جوخت په میري لینډ ریاست کې د مسلمانانو او یهوديانو په شریک روژه ماتي کې لیدل کیدله.

ددغه روژه ماتي انتظام د یهودیانو د عبادت په مرکز سینیګاگ کې د مسلمانانو او یهودیانو ځاي تنظیمونو کړی ؤ، خو ددې هدف څه ؤ؟

د اذان سره سم چې مسلمانانو روژه ماته کړه او لمونځ یې ادا کولو نو یهودیان او د نورو مذهبونو مننونکي ورته په احترام کې غلي ناست وو.

د لمانځه پس یهودیان او مسلمانان په شریکه ډوډئ ته کېناستل. زما لپاره دا کومه ډیره ناشونې خبره ځکه نه وه، چې په امریکه کې دغه شان دستورې اکثره کېږي. خو ددې دستورې تابیا کونکو راته وویل، غونډه یې د یو ځانګړي هدف په خاطر جوړه کړې، د یهودیانو د یو تنظیم مشر او استاد سټیورټ وایتبیلټ په خیال:

"خدای طرف ته د تللو لارې مو ځان ځانله دي، خو د کار هدف مو یو شان دی، او دغه هدف د امن او د زغم پیغام ورکول دي"

په امریکا د القاعده ترهګرې ډلې د ناین الیون د حملو ورستو دلته د ځیني امریکایايي مسلمانانو خیال ؤ هغوي ته هغه وخت د شک په سترګه کتل شوي وو.

د بین المذهبي شورا د ښځو د پرمختګ څانګې مشره انیله علي وايي دوي له یهودیانو زده کړل چې د کرکې مقابله به څنگه کوي:

"د ناین الیون د پېښې ورستو زمونږ د نسلي او مذهبي کرکې په مخ نیوي کې تر ټولو ستره ښېګړه یهودیانو کوله، او مونږ د دويي نه زده کړل چې د کرکې مقابله څنګه کیدی شي"

د تاریخ تر مخه یهودیان د جرمني نازیانو د جبر نه پرته د نړۍ په یو شمیر ریاستونو کې د نسلي او مذهبي کرکې ښکار شوي.

پاکستان البته د نړۍ یواځینې هیواد دی چې په خپل پاسپورټ یې لیکلي، "اسرایل ته پرې سفر نشي کیدلې"

د امریکې په قانون کې بې له ژبې، رنګ، نسل او مذهب له توپیره ټولو امریکایانو ته یو شان تحفظ او د بیان د اذادۍ حق حاصل دی، البته دلته سول سوسایټي یا ځاي تنظیمونه دا خپله ټولنیزه ذموارۍ ګڼي چې د بیلو بیلو ټولنو خلک د یو بل سره معارفي کړي.

په میري لینډ کې د یهودیانو په یو مرکز کې د دستورو جوړولو د څانگې د مشرې لیسلي واین په خیال تنظیمونه باید یو داسې کرادا ادا کړي لکه یو پل:

"مونږ نن دلته پخپل دې مقدس مرکز کې د ټولو میلمستیا ځکه کوله چې نه يواځې د بیلو بیلو مذهب مننونکو تر منځ بلکې دلته د مېشتو ټولو ټولنو تر منځ رابطې قایم شي".

په نړیوالو رسنیو کې داسې خبرونه خپریدل څه نوې خبره نه ده چې د یو بل نه د کرکې یو سبب خپل مذهب ته درانه کتل او بل ته سپک کتل هم جوړېږي خو ځیني بیا فکر کوي د مذهبونو تر منځه د احترام او زغم هلې ځلې د انسانیت د بقا یو زیری دی.

ستوان سنګھ خالصه په امریکې کې د سري سنګھ کارپورېشن مشر دی:

"زه د مختلفو مذهب مننونکو تر منځ دې قسمه شرېکو غونډو ته د اتحاد او په مسقبل کې د انسانیت د بقا د یو زیري په سترګه ګورم"

د امرېکې په صدارتي ماڼۍ وایټ هاوس کې د روژه ماتي یا کرسمس دستورو نه پرته دلته په زیاترو ریاستونو کې شرېکې مذهبي غونډې وخت په وخت روانې وي. د کلتوري تاریخي چارو د پوهانو په خیال، هم دغه د گڼ توکمیزه امرېکې یو روښانه مخ دی.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG