لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف له سپریم کورټ نه غوښتي په پښتونخوا کې دې انتخابات نه ځنډول کېږي


اسلام اباد/ واشنګټن ــــ پاکستان تحريک انصاف د زيارت- پنجشنبې په ورځ سپريم کورټ کې خواست جمع کې چې اعلی عدالت دې د پاکستان ټاکنو کميشن ته امر وکړي چې په خيبر پښتونخوا کې په 90 ورځو کې دننه ټاکنې وکړي.

د پي ټي ای په خواست کې ويل شوي چې د ټاکنو غزولو د خيبرپښتونخوا د ګورنر غلام علي نوټيفيکيشن يا اعلاميه دې کالعدم وګرځوي چې په صوبه کې یې تر پينځو مياشتو پورې د ټاکنو د ځنډېدو ویلي او اليکشن کميشن ته دې امر وکړی شي چې دغلته دې په ٩٠ ورځو کې دننه انتخابات وشي.

سپریم کورټ د مارچ په وړومبۍ نېټه امر کړی وو چې پنجاب او خيبر پښتونخوا کې دي په نوي ورځو کې ټاکنې وکړی شى خو د مارچ په څوارلسمه د خيبر پښتونخوا ګورنر د مې په ٢٨مه د ټاکنو وړانديز کړی وو.

خو وروستو چې د ټاکنو کميشن د پاکستان د صدر عارف علوي لخوا په پنجاب کې د اپريل په ٣٠مه د ټاکنو د نېټې اعلان کولو وروسته په 22م مارچ د ټاکنو نېټه د اکتوبر تر ٨مې پورې وغزوله.

د دې وروسته د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي هم د اتم اکتوبر وړانديز وکړ او ويلي یې وو چې صوبه کې د امنيت وضع خرابه ده او امنيتي چارواکو باندې پرله پسې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان له خوا بريدونه کيږي.

د پي ټي ای په خواست کې ويل شوي، د ګورنر دا وړانديز د سپريم کورټ د وړومبي مارچ د پرېکړې اپوټه وو.

د تحريک انصاف دريځ دی چې د ټاکنو کميشن سره په اییىن کې د بدلون اختيار نه شته چې ۹۰ ورځې وروسته دې ټاکنې وکړي او نه ورسره د سپريم کورټ پرېکړې ته د بياکتنې يا د کالعدم ګرځولو اختيار شته.

په خواست کې ويل شوي چې نګران يا غيرمنتخب حکومت د نوي ورځو څخه زيات په واک کې نه شي پاتې کېدای او دا چې امنيتي يا مالي ستونزې څه عذر نه شي کېدای.

د پي ټي ای له خوا په سپريم کورټ کې دا خواست څو ورځې وروسته له هغې شوی چې سپریم کورټ په پنجاب کې د ټاکنو ځنډولو لپاره د ټاکنو کميشن پخوانۍ پرېکړه " غيرایينى" اعلان کړه او دغلته ته یې د مې په ١٤مه د ټاکنو کولو امر کړی.

په دې لړ کې وزيراعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ د اپريل اوومه باندې د قامي سلامتيا کميټۍ يوه مهمه غونډه رابللې ده.

مطبوعات د خپلو سرچينو له خولې وایي، په دې غونډه کې به د هېواد لوړپوړي سېول او پوځي مشران ګډون وکړي او د هېواد د استخباراتي ادارو مشران به د ملي امنيت په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي.

د این ایس سي په غونډه کې به د دفاع وزیر، داخله وزیر، د اطلاعاتو وزیر، د مالیې وزیر او د کابینې نور مهم غړي په شمول لوړپوړي پوځي او ملکي مشران د جمعې په ورځ سهار ۱۱ بجې په وزیراعظم هاؤس کې ګډون کوي.

د ځواکمنې ادارې دا ډله په هیواد کې د ژور آییني بحران پس منظر مخې ته راځي ځکه چې وفاقي حکومت د پنجاب د ټاکنو په اړه د سپریم کورټ له پرېکړې منلو څخه انکار کړی دی.

د دې وړاندې قامي اسمبلۍ د سپریم کورټ د هغې اعلامیې په وړاندې یو قرارداد منظور کړ چې په پنجاب کې د ټاکنو ځنډولو لپاره د پاکستان د ټاکنو کميشن پریکړه "غیرقانوني" وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG