لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل پر لبنان او غزه جوابي بریدونه کړي، خو له غزې هم نن بیا اسرایلو ته راکټونه ور ویشتل شوي دي


واشنګټن ـــــ د لبنان له خاورې پر اسرایل باندې د لسګونو راکټونو له ویشتل کېدو وروسته د اسرایلو پوځ د جمعې په سهار وختي پر لبنان او غزه باندې جوابي هوایي بریدونه کړي دي، خو بل لور ته نن بیا تازه له غزې پر اسرایلو هم بریدونه شوي دي.

د اسرایلو پوځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه بریدونه په ځایي وخت د سهار پر څلورنیمې بجې پیل شوي دي چې وایي په غزه پټۍ او د لبنان په جنوب کې یې خپل هدفونه ویشتلي دي.

د اسرایلو پوځ وایي د دوی جټ الوتکو د حماس د وسلو کارخانې په نخښه کړې او د الوتکو ضد راکټ لانچر یې هم په ویشتلي دي.

د اسرايلي پوځ د هوايي بریدونو په مهال په غزه کې د چاودنو ږغونه اورېدل شوي، خو بل لور ته له غزې هم د اسرايلو پر لور تازه راکټي بريدونه شوي دي، چې د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې دوې اسرایلي خویندې پکې وژل شوې او مور یې سخته ټپي شوې ده.

د اسرایلو پوځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل چې له لبنانه تر 30 زیات راکټونه ور ویشتل شوي دي چې دا په 2006 کال کې د اسرایلو او حزب الله ډلې تر منځ له 34 ورځنۍ جګړې را وروسته د تاوتریخوالي تر ټولو لویه پیښه ده.

د اسرایل د پوځ ویاند ریچارډ هېکټ د بریدونو ذمه واري په فلسطیني ډلو ور اچولې او ویلي یې دي دوی پوهیږي چې "په یقین سره دا د فلسطینیانو ډزې دي."

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ په لبنان باندې د بریدونو تر اعلانولو مخکې وویل: "د اسرایل ځواب به نن شپه او په راتلونکي کې درنې نتیجې ولري."

د اسرایل پوځ ویلي دي،‌ حماس ته به اجازه ور نه کړي چې له لبنانه فعالیت وکړي او لبنان به "د هرې هغې ګولۍ ذمه وار وي چې د دې هیواد له خاورې ویشتل کېږي."

حماس ډلې ویلي دوی په دې اړه معلومات نه لري چې له لبنانه راکټونه چا ویشتلي، خو د غزې د بمبارۍ په اړه یې ویلي چې اسرایل "د دې تېري او د هغه د نتیجو ذمه واری دی" او پر ټولو فلسطیني ډلو یې غږ کړی چې د "قبضې" خلاف سره یو شي.

ملګرو ملتونو، امریکې او برتانیې چې د اسرایلو د دې حق ملاتړ کوي چې د خپلې خاورې دفاع وکړي خو پر لبنان د اسرایل تر وروستي برید وروسته یې له دې هېواده د زغم غوښتنه کړې ده.

په سیمه کې روانو نښتو هغه وخت زور واخیست چې اسرایلي پولیس د اپریل پر پنځمه په بیت المقدس کې الاقصی جومات ته ننوتل او له مسلمانانو سره یې شخړه وشوه.

د اسرایل پولیسو ویلي چې دوی جومات ته د "فسادګرو" د لرې کولو لپاره ننوتي وو، خو د حماس په نوم سخت دریځې اسلامي ډلې د اسرایلي پولیسو دا اقدام "بې ساری جرم" بللی دی.

د بیت المقدس په ختیځ کې موجود الاقصي جومات کې په تېرو وختونو کې هم په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې د فلسطینیانو او اسرایلو تر منځ شخړې شوې دي او مرګ ژوبله پکې پېښه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG