لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ويلي، "پرضد یې سازش د امريکې څخه نه د پاکستان نه شورو شوی وو"


د پاکستان مخکني وزیراعظم او د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي، "د حکومت د لرې کولو سازش یې د امریکا څخه نه د پاکستان نه پېل شوی وو". په نوموړي بيا نيوکې شوي چې يو ځل بيا د خپلې خبرې څخه په شا شوی يا يوټرن یې اخستی دی.

عمران خان چې يو کال وړاندې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی وو، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی وو چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

د وزيراعظمۍ څخه د لرې کولو په کال پوره کېدو عمران خان د يوټيوب د لارې په وينا کې ویلي، "مونږ ګڼله چې سازش د امریکې نه پېل شوی وو خو شورو د هلته څخه نه وه شوې، پېل د دلته [پاکستان] نه شوی وو زما حکومت حسېن حقاني ته دنده په لاس ورکړې هغه زما پرضد پروپېګنډا کړې چې جنرل باجوه د امریکا پلوي دی او عمران خان یې مخالف دی او بيا د هغه ځای نه سايفر راغلی".

حسېن حقاني چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر پاتې شوی، د عمران خان دغه بيان ته یې دروغجن ويلي دي.

هغه په ټویټر ویلي، "هغه خلک چې په طنز نه پوهيږي دا ټوله کيسه دروغ ده، نه ماته چا دنده راکړې او نه زه د خپلې رایې ورکولو نه سېوا بل کوم کار کوم".

عمران خان چې وزیراعظم وو تېر کال په 31م مارچ یې په ټيلي ويژن وېنا کې د بهرني سازش په اړه ويلي وو، "مونږ ته په اتم يا د هغې نه وړاندې په اووم مارچ مونږ ته د امریکې څخه، د امریکې څخه نه، د بهرني يو ملک نه، مطلب د بهر يو ملک نه پېغام راځي".

هغه د سازش په اړوند دعوه کړې وه چې، وجه دغه ښودل شوې چې عمران خان يواځې روس ته د تلو فېصله کړې خو نوموړي وويل، روس ته د هغه د تګ په اړه د بهرنيو چارو وزارت او پوځي مشرتابه سره مشوره شوې وه.

خبريالې عاصمه شېرازي په ټويټر ويلي، "او يو کال وروسته د امریکا سازش ځايي تن ته واوړېدو د ډونلډ لو په ځای حسېن حقاني".

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ویلي،

"سازش توري له به هم شرم ورځي چې د کوم ځای نه کوم ځای ته ورسېد، د امریکايي سايفر څخه پېل شوي دروغ حسېن حقاني ته ورسېده. دا سړی خپله نااهلي په خپله وايي. د نيازي [عمران خان] په وينا د هغه خپل حکومت حسېن حقاني له پسې ورکړې وې چې حکومت یې یې ختم کړي. رشتيا دي چې د یو دروغو دپاره 100 ځله ويل غواړي".

عمران خان په وروستيو کې په مخکني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه تور لګولی وو چې د حکومت لرې کولو په سازش کې د پخواني پوځي مشر لاس وو. خو پوځ د وړاندې نه د عمران خان دغه تور رد کړی وو.

د سيد فاطمه په نوم ټویټر څخه ویل شوي، "عمران خان د يوټرن يا د خپلې خبرې څخه په شا کېدو باچا دی. هغه د وخت سره خپل بيانونه بدل کړي دي. د بده مرغه ځينې خلک هغه ليډر مني خو داسې تن چې د خپلې خبرې سره نه ودریږي ملک به څنګه سمبال کړي".

د عمران خان د سازش په بيانونو د يو کال راهسې سختې نيوکې روانې دي او څيړونکي وايي هغه د سياسي ګټو ترلاسه کولو دپاره دغه بيان ورکړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG