لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دوه فعالان - نرګس سادات او زکریا اصولي - آزاد کړل، مګر مطیع الله وېسا لا هم ندی آزاد شوی


زکریا اصولي او نرګس سادات څه باندې دوه میاشتې د طالبانو په قید کې تېر کړل
زکریا اصولي او نرګس سادات څه باندې دوه میاشتې د طالبانو په قید کې تېر کړل

واشنګټن - په افغانستان کې واکمنو طالبانو دوه تنه افغان فعالان چې څه موده وړاندې یې نیولي و، له قیده بېرته خوشې کړي دي. دغه دوه فعالان، یوه یې د ښځو د حقونو کارکنه نرګس سادات او بل یې د پوهنتون استاذ او لیکوال زکریا اصولي دي چې څه باندې دوه میاشتې یې د طالبانو په قید کې تېرې کړلې.

طالبانو تر اوسه دا ندي ویلي چې دغه دوه کسان یې ولې نیولي او ولې په قید کې ساتلي و، او ولې یې بېرته خوشې کړل.

طالبانو دغه دوه کارکنان په داسې وخت کې له قیده آزاد کړل چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یو شمېر عالمي ادارو خبرداری ورکړی چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې غیرقانوني ګرفتاریو واقعات زیات شوي دي. طالبانو د تعلیم د چارو فعال مطیع الله وېسا هم ګرفتاره کړی او تر اوسه یې ندی خوشې کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مېشن (یوناما) د ګل/دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې د نرګس سادات او زکریا اصولي د آزادېدو هرکلی وکړ، مګر په دې یې فکرمندي وښوده چې طالبان افغانستان کې فعالان په غیرقانوني توګه نیسي او جېلونو ته یې اچوي.

یوناما پخپل ټوېټر پاڼې باندې لیکلي: "مونږ د واقعاتو په اړه د برحاله واکمنانو سره تعامل جاري ساتو، مګر په دې خفه یو چې مونږ ته څه معلومات نه راکول کیږي، که څه هم پرله پسې د معلوماتو خواست کوو. مونږ غواړو چې ټول هغه کسان چې په جبري/غیرقانوني توګه نیولی شوي دي، هغوی دې فوري آزاد کړی شي. په کار نده چې هېڅ افغان دې د آزادي رآی د حق د استعمال په خاطر حراست کې ونیولی شي."

تېره میاشت اېمنسټي انټرنېشنل تنظیم خبر ورکړ چې طالبان، ناقدین د "غیرقانوني حراست" ښکار ګرځوي. د بشري حقونو دغه تنظیم وویل چې په زیاترو واقعاتو کې، حراست کې ساتل شوي کسان "قانوني لارو چارو او یا هم خپلو کورنیو ته رسایي نلري."

اېمنسټي انټرنېشنل په یو مطبوعاتي بیان کې وویل: "اېمنسټي انټرنېشنل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کونسل غږ کوي چې په ابتدایي موقع، افغانستان کې د آزاد تحقیق یو میکانزم جوړ کړي، کوم چې توجو یې د شواهدو په راغونډولو وي چې عالمي انصاف ورکولو ته لاره هواره کړي."

د جېنکو د تعلیم دپاره کارکن او د قلم لار تنظیم مشر مطیع الله وېسا چې په نامعلوم جرم د طالبانو په قید کې دی
د جېنکو د تعلیم دپاره کارکن او د قلم لار تنظیم مشر مطیع الله وېسا چې په نامعلوم جرم د طالبانو په قید کې دی

طالبانو د مارچ په ۲۷مه نېټه د جېنکو د تعلیم یو فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله وېسا په داسې حال کې ونیولو چې هغه د مسجد نه د راوتلو په حال کې و. طالبانو وروستو وویل چې وېسا یې د "مشکوکو" فعالیتونو په تور نیولی دی.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد، وي او اې سره په مرکه کې وویل چې وېسا "بغیر د دې چې [د طالبانو] حکومت خبر کړي، پټ او ښکاره ملاقاتونه یې کول."

ذبیح الله مجاهد دا دعوه هم وکړه چې ګني مطیع الله وېسا بهر سره تعلقات درلودل او د بهر نه یې هدایات اخېستل. مګر طالبانو د خپلې دعوه دپاره کوم د منلو وړ ثبوت ندی وړاندې کړی.

د مطیع الله وېسا ورور، عطا الله وېسا چې د طالبانو د یرې اوس ځان پټ ساتي، د رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو دعوې رد کړي دي. هغه وایي چې د دوی فعالیتونه هرڅه ښکاره و، او د بهرنیانو او یا افغانانو سره یې ملاقاتونه هم هرچا ته معلوم و چې صرف د افغانانو سره د تعلیم په چارو کې د مرستې دپاره کېدل.

هیومن رایټس واچ تنظیم هم په طالبانو غږ کړی چې مطیع الله وېسا او نور فعالان دې د حراست نه خوشې کړي.

د دې رپوټ معلومات د وي او اې افغان سروس نه اخېستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG