لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي20 اؤ یو ورځنېو سیالیو دلړۍ لپاره دنیوزي لینډ کرکټ لوبډله پاکستان ته رسېدلې ده


دنیوزي لینډ دلوبډلې مشري ټام لیتهم کوي اؤ میلمه ټیم ته دپاکستان کرکټ بورډ چارواکو به هوایي اډه تود هرکلی ویلی دی.
دنیوزي لینډ دلوبډلې مشري ټام لیتهم کوي اؤ میلمه ټیم ته دپاکستان کرکټ بورډ چارواکو به هوایي اډه تود هرکلی ویلی دی.

دپینځوؤ ټي20 اؤ پینځوؤ یو ورځ یو ورځنېو لوبو دلړۍ پېلولو لپاره د نیوزي لینډ دکرکټ لوبډله پاکستان ته رسېدلې ده.

دنیوزي لینډ دلوبډلې مشري ټام لیتهم کوي اؤ میلمه ټیم ته دپاکستان کرکټ بورډ چارواکو به هوایي اډه تود هرکلی ویلی دی.

دنیوزي لینډ لوبډله لاهور هوایي ډکر ته له رارسیدو وروسته په سختو امنیتي تدابیرو کې هوټل ته رسول شوې ده .

د نیوزي لینډ لوبډله کې شامل تکړه لوبغاړي ډيرل مچل په هوایي ډګر رسنیو ته ویلي چې د دوي لوبغاړي د بشپړې تیارۍ سره پاکستان ته راغلي اؤ دپاکستان لوبډلې سره به د دوي په خاوره د یو سخت سیال په توګه مخ شي خو هغه وایي بیا به هم خلکو ته دیوې ښې مقابلې کتلو فهرست په لاس ورشي.

دپاکستان اؤ نیوزي لینډ د لوبډلې ترمنځ به وړومبی ټي20 سیالي په 14م اپریل دلاهور قذافي سټیډیم کې کیږي .

دویمه سیالي به په 15 اؤ دریمه به په 17م اپریل وي،ددې ترڅنګ به دوه ټي20 سیالۍ په20م اؤ 24م اپریل دپېنډۍ په سټیدیم کې کیږي

د یو ورځنیو لوبو دلړۍ دوه سیالۍ په 27 اؤ 29م اپریل دپېنډۍ اسټیدیم کې اېښودل شوې دي چې له هغې وروسته به دواړه لوبډلې نورې پاتې درې لوبې دکراچۍ په ملي اسټيډیم کې کوي.

دکراچۍ دسیالیو لپاره د مئ دمیاشتې دویمه،دریمه اؤ اوومه نېټه ټاکل شوې ده

تر دې وړاندې پروسکال دنومبر په میاشت کې دټي20 کرکټ دنړیوال کپ دسیالیو په وړومبي سیمي فاینل کې پاکستان نیوزي لینډ ته په ماتې ورکولو فاینل ته رسیدلی ؤ خو په فاینل کې بیا انګلینډ پاکستان ته ماتې ورکړې وه اؤ په دویم ځل یې دغه نړیوال کپ ګټلی ؤ.

نیوزي لینډ ته پاکستان د 1992 ورلډ کپ د سیالیو په سیمي فاینل کې هم ماتې ورکړې وه ،پاکستان هغه وخت هم ډېر په ګرانه سیمي فاینل ته وتلی ؤ او بیا یې ورلډ کپ هم ګټلی ؤ.

په 1999 کې هم پاکستان په ورلډ کپ سیمي فاینل لوبه کې نیوزي لینډ ته ماتې ورکړې وه.

پاکستان د 1986 کپ سیمي فاینل کې د نیوزي لینډ لوبډله په 46 رنزونو سوزولې وه او دغه هدف یې بې د کوم لوبغاړي سوزیدلو پوره کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG