پاکستان چین ته ویلي دي چې هغوي باید د10ؤ اربو ډالرو په لګښت دجوړیدونکې ایم ایل ون اؤ کراچۍ سرکلر ریلوی پروژې د وړومبي پړاو دعملې کولو کار چټک کړي .
د ايم ايل ون پروژې په اساس د کراچې نه تر پيښور پورې د انګريز د دور غځيدلې 1872 کلوميټره د رېل اوږده پټلۍ به دوه ګوني کولی شي اؤ هم به ريلوی سټيشنو باندې جديد مخابراتي نظام لګول کیږي چې په نتیجه کې به یې د ريل رفتار په يو ساعت کې 160 کلوميټره ته رسي.
په ډان ورځپاڼه کې دخپور شوي رپورټ له مخې دپاک چین اقتصادي راهدارۍ(سي پیک) په اړه د دوه اړخیزه غونډې نه وروسته دپاکستان د پلان جوړونې اؤ پرمختیا وزارت پخپل یو بیان کې ویلي دي چې پاکستان په ایم ایل ون ،کی سي ار اؤ د انرژۍ په نورو مهمو پروژو د دواړو هیوادونو دمشرتابه ترمنځ پروسکال دنومبر میاشت کې دشوي اتفاق له مخې دعملدرامد دچټک کولو غوښتنه کړې ده.
ډان ورځپاڼه وایي د ایم ایل ون اؤ کی سي ار ترڅنګ دبجلۍ په دوو پروژو دپیسو دنشتوالي،دانشورنس دچیلنجونو اؤ نورو بیلابیلو علتونو له امله کار ولاړ دی
سږکال دجنورۍ په میاشت کې د برتانيي ورځپاڼې فنانشل ټایمز پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې پاکستان دایم ایل ون پروژى لپاره د چين څخه دنور 10 اربه ډالرو د پور اخستو پريکړه کړى ده.
په دغه رپورټ کې ویل شوي وؤ چې د وړاندې نه د چين او نړېوالو مالياتي ادارو پاکستان باندې د 100ؤ اربو ډالرو نه زياتې قرضې ورپورې دي او دپاکستان دمرکزي بينک ذخيره د 6 اربو ډالرو نه راکوزه شوې چې له امله یې د پاکستان حکومت د ديواليه کيدو د خطر سره مخ دى.
په هغه وخت کې دپاکستان د تجارت پخواني وزير محمد زبير فنانيشل ټایمز ورځپاڼې ته ويلي وؤ د پاکستان حکومت په دې معامله د غلط بيانۍ نه کار اخلي او ريښتيا نه وايي.
ډاکټر محمد زبیر د ډيوه خبریال پیر ولایت شاه ته ویلي وؤ کتل به دا وي چې چين د ایم ایل ون پروژى لپاره په کومو شرطونو پاکستان ته قرضه ورکوي او دا دپاکستان له خوا وړاندې نه داخستل شوو قرضو د شرطونو په مقابله کې څنګه بدله ده؟
د ښاغلي زبیر په وینا پاکستان به دې پروژې نه پخپلې کرنسۍ کې آمدن کوي خو د قرضې په بدل کې سود او پاتې رقم به چين ته که ډالر کې ورکول وي نو بيا به هم دا دملکي معیشت لپاره په زيان وي.
دفناننشل ټايمز سره خبرو کې د پرمختيا وزير احسن اقبال د ایم ایل ون پروژى دفاع کې دريځ خپل کړى ؤ چې که دا عملي نه شوه نو د پاکستان ريلوی نظام څه وخت هم له کاره پریوتی شي.
په نومبر کال 2022 کې دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دبینجنګ دسفر په مهال دچیني مشرانو سره لیدنو کې دایم ایل ون دعملي کولو په چټک کولو اتفاق کړی ؤ.
د ډان رپورټ وایي بیا وروسته دپاکستان ایي ایم ایف سره ستونزې راپورته شوې اؤ چین دانرژۍ دخپلواکه کمپنیو ادائیګیانې تر درې نیمو کهربو روپو واوښتې.
دمطبوعاتي رپوټونو ترمخه پاکستان د ايم ايل ون پروژى 90 فيصدي برخى لپاره د چين څخه په يو فيصدي سود او ډالر کې قرضه غواړي خو چين د قرضې لپاره دوه اعشاريه اته فيصدي شرط ايښى دى.
دپاکستان د پرمختيا مرکزي وزير احسن اقبال هم دجنورۍ میاشت کې د ايم ايل ون پروژې لپاره د چين نه د قرضې اخستو پخلى کړی ؤ.
هغه ویلي وؤ دا قرضه به په رعايتي نرخونو وي او پاکستان به پابند وي چې راتلونکو 20 نه 25 کالو کې دا قرضه چين ته بيرته ور وګرځوي خو احسن اقبال په قرضې د سود يا دې سره دتړلىو معاملو نورو تفصيلاتو ښودلو نه ډډه کړې وه.