لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م م: په اوکراین کې د نېږدې ۸۵۰۰ ملکي کسانو مړینه تایید شوې


واشنګټن – ملګروملتونو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې په اوکراین کې د روسانو د یرغل د پیل راهیسې تر اوسه پورې د نېږدې ۸۵۰۰ ملکي وګړو مړینه تایید شوې خو کیدای شي ريښتینی شمېر تر دې ډېر زیات وي.

د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو لوی کمېشنر په بیان کې ویلي، د دغې مړینې ترڅنګ دا هم تایید شوې چې ۱۴۰۰۰ نور ملکي وګړي ژوبل شوي‌ هم دي.

په بیان کې راغلي،

"اوچا په دې باور دی چې ريښتینې شمېرې تر دې ډېرې زیاتې دي، ځکه له ځینو هغو سیمو څخه چې لا تر اوسه هم پکې سخته جګړه روانه ده د معلوماتو رسېدل ځنډېدلي او ګڼ راپورونه لا تایید شوي نه دي."

د بیلګې په توګه د ماریپول، لسیچنسک،‌ پپوسنا او سوېرو ډونیڅګ سیمې دي، چېرې چې د ملکیانو د ګڼو مرګ ژوبلو ادعاوې کېږي.

ملګروملتونو همدارنګه ویلي، چې د اپرېل په لومړیو نهو ورځو کې ۴۴ ملکیان وژل شوي، چې اکثرو یې په چاودېدونکو توکو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

همدارنګه د جګړې په ډګر باندې بیا روسي چارواکو ادعا کړې چې د بېخموت ۷۵ فیصده خاوره یې نیولې ده.

په بخموت باندې روانه جګړه په اوکراین باندې د تېرو ۱۳ میاشتو روان یرغل راهیسې یو له ډېرو سختو خونړیو جګړو څخه ده.

له اوکراین څخه په یو بل راپور کې راغلي، چې اوکراین او روس د جګړې په سلګونو نور بندیان سره تبادله کړي.

خبر زیاتوي، ځینې له دغو ازاد شویو سرتېرو څخه په سم حالت کې نه دي او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

بلخوا بیلروس چې دا مهال پکې په زرګونو روسي سرتېري ‌پراته دي له ماسکو څخه ضمانت غوښتی چې کچېرې‌ پرې برید وشي نو روس به یې دفاع کوي.

د دغه راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري رسنیو څخه اخېستل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG