لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د میانمار پوځ د اپوزیشن ډلو پر غونډه هوایي برید کړی، د ماشومانو په ګډون شاوخوا 100 کسان یې وژلي


واشنګټن ــــ په میانمار یا برما کې یو عیني شاهد، د جمهوریت پلوه ډلې یو غړی او ازادې رسنۍ وایي د دې هېواد پوځ د خپلو مخالفینو پر یوه غونډه هوایي بمباري کړې ده چې وایي د ډېرو ماشومانو په ګډون شاوخوا 100 کسان یې وژلي دي.

یوه عیني شاهد اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، د نهې- سه شنبې په سهار اته بجې د سیګانګ سیمې په کنبالو ښار کې له پازیګي کلي بهر د اپوزیشن تحریک د ځایي دفتر د پرانیستلو لپاره خلک را غونډ شوي وو چې یوې جنګي الوتکې ورباندې بمونه وغورځول.

عیني شاهد وایي د دې دفتر د پرانيستې مراسمو ته شاوخوا 150 کسان ورغلي وو، چې وايي په وژل شويو کې ښځې، له 20 تر 30 ماشومان او د ځایي پوځي حکومت خلاف د وسلوالو ډلو او نورو اپوزیشن ډلو مشران هم شامل دي.

د میانمار پوځ چې د 2021م کال په فرورۍ کې د آنګ سان سوچي پر منتخب حکومت کودتا وکړه او واک یې تر لاسه کړ له هغه را وروسته اکثر د خپلې واکمنۍ خلاف د وسلوالې مبارزې د مخنیوي لپاره هوايي بریدونه کوي.

یوه عیني شاهد د پوځ له خوا د سزا کېدو له ډاره د نوم نه ښکاره کولو په شرط اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، د جنګي الوتکو تر بمبار نیمه ګنټه وروسته یو هیلیکاپټر راغلی او پر دې ځای یې ډزې کړې دي.

په لومړنیو رپوټونو کې د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا 50 ښوول شوی وو، خو وروسته بې طرفه رسنیو وویل چې کېدای شي په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر نیژدې 100 ته ورسېږي.

دغه عيني شاهد وایي دی د خلکو له ګڼې ګوڼې لږ لرې ولاړ وو چې يو ملګري یې په ټیلیفون د يوې جنګي الوتکې د راتلو په اړه ورته وویل، وایي بیا ده ولیدل چې جیټ الوتکې پر خلکو مخامخ بمونه وغورځول:

"زه نیژدې کندې ته ولوېدم او پټ شوم، یو څو شیبې وروسته چې زه ودرېدم او شاوخوا مې وکتل، خلک ټوټه ټوټه په لوګيو کې مړه پراته وو، د دفتر ودانۍ په اور وسوځېده او تباه شوه".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وولکر ترک په میانمار کې د دې پېښې په اړه اندېښنه ښکاره کړې او په یو بیان کې یې ویلي "سره له دې چې پوځ د مخالفینو خلاف د اقدام کولو په وخت د عامو خلکو د ژغورنې لپاره ښکاره قانوني ذمه وارۍ لري خو په دې پېښه کې د نړیوالو قوانینو د اړوندو ضابطو سرغړونه شوې ده".

د میانمار د پوځي حکومت ویاند مېجر جنرل زاو من تون سرکاري ایم آر ټي وي ته په ټیلیفون منلې چې د اپوزیشن ګوند پر غونډه هوایي برید شوی دی خو تور یې پورې کړ چې حکومت ضد وسلوالې ډلې له تشدده ډک د ترهګرۍ کمپېن تر سره کوي.

د میانمار د اپوزیشن نېشنل یونیټي یا ملي یووالي حکومت په یوه بیان کې خپل پوځ "ترهګر" بللی او وایي دا "وحشیانه عمل" یې د عامو بې ګناه خلکو خلاف د بې توپیره زور د کارولو یو بل مثال او یو "جنګي جرم" دی.

نېشنل یونیټي ګورنمنټ ځان د میانمار قانوني حکومت ګڼي، چې تر کودتا وروسته یې د پوځ خلاف جوړ کړی دی او اکثر پکې د آنګ سان سوچي د ګوند د پارلمان مخکیني غړي دي.

که د دې تازه پېښې مړي تایید شي نو دا په تېرو دوو کلونو کې چې پوځ په میانمار کې واکمن شوی تر ټولو لویه او خونړۍ پېښه ده، د ځینو اندازو له مخې د دې هېواد امنیتي ځواکونو له 2021م کال راهیسې تر 3,000 زیات عام خلک وژلي دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG