لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف او نړیوال بېنک په نړیوال اقتصاد کې د ښځو د برخې زیاتولو لپاره غږ کړی


واشنګټن ــــ په واشنګټن کې روان د ورلډ بېنک او د نړيوالې مالياتي ادارې (اېي اېم اېف) په غونډو کې په اقتصاد کې د ښځو د برخې زياتولو لپاره غږ شوی او اقتصاد پوهانو ويلي دي چې د جنسي توپير سره مخ هېوادونو د اقتصاد د ودې شرح به تل ټيټه وي.

د ایي اېم اېف مشرې کرسټيلينا جارجيوف د نهې- سه شنبې په ورځ د پسرلنۍ غونډو د پرانیستې په وخت خپله وينا کې وويل “د جنسیتي توپير په کمولو اقتصادي تولید په اوسط ډول 35 فيصده زیاتېدی شي”.

ایي اېم اېف د خپلو تازه تګلارو په پاڼو کې ويلي چې ښځو ته په نړيواله کچه د تعليم ، روزګار اوصحت بنيادي اسانتياوو د کمي د وجې بد اقتصاد په دوي د سړو په پرتله ډېرې بدې اغېزې کړي دي.

د نړيوالې مالياتي ادارې يوې لوړپوړې چارواکې ګيتا ګوپي نات په خپله وروستۍوينا کې ويلې وو چې د کرونا له امله په نړۍ کې د 64 میلينه ښځو روزګارونه ختم شوي دي.

نړيوال بېنک وایي چې د نړيوالې تودوخې له امله که سل تنه بې کوره کېږي نو په دې کې اتيا به زنانه وي.

د نړيوالو ادارو مشرانو د جنسي توپير ختمولو دا غږونه په داسې حال کې کړي چې په تازه مالي اټکلونو کې ويل شوي دي چې د نړۍ اقتصاد پېچلی دی او د کرونا وايرس وروسته د يوکراین جګړې نړيوال اقتصاد لا د نورو چېلنجوتو سره مخ کړی دی.

په پاکستان کې جنسي توپيرونه

د ملګرو ملتونو ترمخه پاکستان د جنسي نابرابرۍ په حساب د نړۍ په 156 هيوادنو کې په 145 نمبر دی او ښځو ته پکې د کار موقعې کمې تر لاسه کېږي.

په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې جنوبي اېشیا ښځو ته په اقتصاد کې پوره ونډه ورکولو کې تر ټولو وروستو پاتې سيمه ده.

د رپوټ تر مخه ایران، پاکستان او مالدیپ ښځو ته د سړیو سره د يو شان روزګار په موقعو ورکولو کې د سیمې د نورو هيوانو نه هم وروستو پاتې شوي دي.

شاندانه سعد په خېبرپښتونخوا کې د ښارونو د پرمختګ پروګرام ډایریکټره ده او په دغه موضوع یې د خبرو په وخت وي او اې ډیوه ته ويلي، "د ښه اقتصاد لپاره دا مهمه ده چې ښځو ته د کار موقعې برابرې شي".

په پېښور کې مېشتې سوداګرې افشانې وي او اې ډیوه ته په دغه موضوع ویلي “ د ښځو روزګارونه پکار نه ده چې د طب او تعليم د مدونو پورې محدود کړی شي، بلکې د دوی لپاره د دسوداګرۍ او نورو مدونو کې موقعې ورکول هم مهم دي”.

د نړيوال بېنک وروستۍ شمېرې ښي، په پاکستان کې ښځې په سلو کې صرف 23 رسمي روزګارونه لري. د نړيوال بېنک ترمخه دغه شرحه په پېښور کې نوره هم کمه ده او 13 فيصدي ده.

د نړيوال بېنک څېړنه ښیي چې سړي د ښځو سره د کور کار نه کوي او يوه زنانه لږ تر لږه پنځنيم ساعته د کور کار کوي.

ملګري ملتونه، نړيوال بېنک، نړيواله مالي اداره يا ایي اېم اېف وایي په پاکستان کې زنانو ته د روزګار د موقعو پيدا کولو لپاره پکار ده چې دوي ته زدکړې، هنرونه او د صحت اسانتياوې پيدا کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG