لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای اېم اېف: نړیواله اقتصادي وده به ټيټه او ګراني به لا روانه وي


نړیوالې مالي ادارې ایی ایم اېف د روان کال لپاره د ټیټې نړیوالې اقتصادې ودې خبرداری ورکړی او وايي د سود کچه کې زیاتوالی، بېنکونو کې روان جنجال او نه اودرېدونکې ګرانۍ له املهبه اقتصادي وده ټيټه وي.

د ای اېم اېف اقتصاد مشر پېري اولویر ګورېنچاس چې کله د اپرېل په ۱۱مه د نړیوال اقتصاد نقشه مېډیا ته وړاندې کړه نو سم د ټکه یېاټکل وکړو چې د ۲۰۲۳م لپاره به اقتصادي وده ۲۰۸ فیصده وي.

تېر کال د نړیوال اقتصاد وده ۳.۴ فیصده وه. د روان کال د پاتو میاشتو لپاره اټکل شوې وده اوس ښيي چې ډېره ټيټه ښودل شوې.

ای اېم اېف د راتلونکي کال لپاره نړیواله اقتصاده وده ۳ فیصده پورې ښي.

د چین د اقتصادي ودې په اړه د ای اېم اېف اټکل د مخکې نه زیات شوی او د ۵.۱ فیصده پورې ښودل شوی. د امریکا اقتصاد هم دروان کال لپاره ۰۶ فیصده زیاته ښودل شوې ده. د پاکستان لپاره دا کچه د روان کال لپاره ۵. فیصده کمه کړل شوې ده.

د ای اېم اېف څېړنې ښي چې د اقتصادي ودې کچه به راتلونکو پينځو کالو پورې ۳ فیصدو پورې وي. او د کرونا د وبا وروسته یې درېڅلور علتونه ښيي.

-د بېنکونو د قرضو جنجال

-په اقتصادي توګه لویو هېوادونو کې د اقتصاد ټیټه کچه

-د سود کچه کې پرله پسې زیاتوالی

-د قرضو بېرته ورکولو مشکل او د ډالر لوړه بیعه

-په اوکراین د روس یرغل

-او ګراني

د روان کال په سر کې ای اېم اېف او نړیوال بېنک اټکل کړی وو چې ګراني به ۴.۵ فیصده پورې وي خو په نړیواله اقتصادي نقشه کې دبدلون له امله اوس ای اېم اېف وايي چې ګراني به دومره زر له منځه نه ځي—بلکه د ګرانۍ کچه یې هم ۵.۱ فیصده پورې لوړه کړې ده. پاکستان، برتانیه او یو شمېر نورو هېوادونو کې د ګرانۍ دا کچه لا نوره لوړه او د بل هر وخت نه زیاته شوې ده.

د پرمختلونکو هېوادونو لکه پاکستان، تیونس یا مصر لپاره د قرضونو یا پورونو پېټې لا بل لوی چېلنج دی. د چین او نورو نړیوالو ادارو نهقرض اخستونکي هېوادونه د دیوالیه کېدو په غاړه پراته دي. سري لنکا، ګانا او زمبیا د وړاندې نه دیوالیه شوي. پاکستان، مصر، لبنان،تیونس او یو شمېر افریقاي هېوادونه د ای اېم اېف نه د نورو پورونو په تکل کې دي.

د پاکستان په شان چې په کومو نورو هېوادونو د چین قرضې دي، هغوی نور هم په مشکل کې دي. ځکه چې اې ایم اېف او نور ماليادارې او هېوادونه وايي چین د قرضو په اړه کوم نرمښت ته غاړه نه ږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG