لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر مفتي عبدالشکور په ټرېفیکي پېښه کې مړ شو


واشنګټن ـــــ د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر مفتي عبدالشکور نن شپه په اسلام اباد کې په یوه ټرېفیکي پېښه کې مړ شوی دی، د جنازې لمونځ یې په پایتخت کې د خپل ګوند جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان کړی دی.

د اسلام اباد پولیس وایي د مفتي عبدالشکور موټر د شنبې- خالي په شپه له مېریټ هوټله د سیکرټرېټ چوک په خوا روان وو، چې یو هیلکس ریو موټر د هغه موټر وواهه.

مفتي عبدالشکور تر پېښې وروسته په سخت ټپي حالت کې د اسلام اباد پولي کلینیک روغتون ته وړل شوی دی خو پولیس وایي هغه ساه ورکړې وه.

پولیس وایي په هغه موټر کې پینځه تنه سپاره وو چې د مذهبي چارو د وزیر له موټر سره جنګېدلی دی. وایي ټول کسان او د هغوی موټر یې نیولي دي.

د اسلام اباد د پولیسو مشر اکبر ناصر خان وروسته له روغتونه بهر رسنیو ته وویل، مفتي عبدالشکور خپل موټر یواځې چلاوه، وایي چې بل تور ډبل کېبن وټر په تېزۍ راغلی او پکې لګېدلی دی:

"هغه پر سر باندې سخت لګېدلی وو له همدې کبله هملته ځای پر ځای مړ شوی وو، موږ نورې پلټنې کوو، د هغه بل موټر چلوونکی او ټول کسان مو نیولي، په هغوی کې هم دوه کسان ټپیان دي هغه په هسپتال کې دي".

خبریالانو له ای جي پولیس اکبر ناصر خان څخه وپوښتل چې په موټر کې سپاره کسان څوک وو او ایا دا د کومې دسیسې پېښه کېدای شي که څنګه، نو هغه ورته وویل چې "دا پرایوېټ کاروبار کوونکي خلک دي او سمدستي په دې کې د [سازش] څه خبره نه شته، د سړک پېښه ده او باید همداسې وګڼل شي".

مفتي عبدالشکور د 2018م کال په عمومي ټاکنو کې له قبایلي ضلعې د قومي اسمبلۍ لپاره منتخب شوی وو او په تېر 2022م کال چې عمران خان د بې باورۍ د ووټ په وسیله له وزیراعظمۍ لرې کړل شوی هغه د مذهبي چارو وزیر وټاکل شو.

جمعیت علمای اسلام ګوند پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې د هغه د جنازې لمونځ په اسلام اباد کې شوی خو وایي نن د اتوار- یکشنبې په ورځ به یې په لکي مروت کې هم جنازه کېږي او هلته به خاورو ته سپارل کېږي.

په اسلام اباد کې د هغه د جنازې لمونځ مولانا فضل الرحمان کړی دی چې د سعودي عرب سفیر نواف بن سعید المالکي، د پاکستان مخکیني وزیراعظم یوسف ذضا ګیلاني، ګڼ شمېر نورو سیاستوالو او په سلګونو نورو کسانو هم پکې ګډون کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د هغه پر مړینه ژوره خواشیني ښکاره کړې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي کړې ده. شهباز شریف پر ټویټر هغه ته "دوست" ویلي دي:

"زما دوست، ملګری او د کابینې د مهم غړي مفتي عبدالشکور په ناڅاپه مړینه زښت غمجن شوم او و دردېدم. هغه یو باعمله عالم، نظریاتي سیاسي کارکن او نېک انسان وو".

د پاکستان صدر عارف علوي، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله، د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر محسن داوړ او ګڼ شمېر نورو سیاستوال د هغه پر مړینه خواشیني ښکاره کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG