لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سریلنکا په چین یو لک شادوګان خرڅوي، د ځناورو د حقونو تنظیمونو په دې پرېکړه سختې نیوکې کړي


دسختو مالي کرمو سره مخ هیواد سریلنکا پرېکړه کړې ده چې په چین به یو لک شادوګان یا بېزوګان پلوري خو دځناورو دتحفظ تنظیمونو دسریلنکار په دې پرېکړه اندېښنې ښکاره کړې دي.

دنړۍ ګڼ شمیر رسنیو پخپلو رپورټونو کې ویلي دسریلنکا دکرکیلې یا زراعت وزیر مهندرا اماراویرا په چین د "ټوک مکاک "په نوم دبیزو ګانو د پلورلو په رسمي ډول کړی اؤ ویلي یې دي چې دا بیزوګان په سریلنکا کې په عام ډول موندل کیږي.

خو دفطرت دپالنې په نوم نړیوال سازمان ایي یو سي این وایي دنړۍ په نورو برخو کې ددې بیزوګانو بقا دخطرو سره مخه ده.

دپاکستان په ایکسپریس رسنۍ کې دخپور شوي رپورټ ترمخه مهندرا اماراویرا ویلي دا یولک شادوګان به دچین په ژوبڼونو پلورل کیږي اؤ وایي ددې دپلورلو دپاره دسریلنکا دولت یوه کمیټه هم جوړه کړې ده.

خو میرر ورځپاڼې لیکلي چې دسریلنکا دچاپیریال ساتنې د وکیل ډاکټر جګتهـ ګنا دردانه ددې کمیټې په جوړولو پوښتنې راولاړې کړې دي اؤ ویلي یې دي چې دسریلنکا قانون دځناورو په نورو هیوادونو دپلورلو اجازه نه ورکوي.

دسریلنکا د کرکیلې وزیر دریځ خپل کړی چې دا زیاتېدونکي بیزوګان نه یوازې فصلونو ته زیان رسوي بلکې په انسانانو بریدونه هم کوي.

سریلنکا وایي فصلونو اؤ انسانانو ته د زیان رسولو له کبله حکومت یو شمیر ځناور دخپل حفاظتي فهرست نه ویستلي دي چې هغې کې درې رقمه شادوګان، طاوسان اؤ ځنګلي خنزیران شامل دي اؤ اوس کرونده ګر دخپلو فصلونو دحفاظت لپاره دا ځناور وژلی هم شي.

ډاکټر جګتهـ ګنا دردانه وایي که چرې په شادوګانو غور کیږي چې فصلونو ته نقصان رسوي نو بیا په ډیرو عواملو غور کولو ته اړتیا ده

هغه ویلي یوازې فصلونو ته دنقصان رسولو په علت دځناور په نورو هیوادونو دپلورلو پرېکړه باید معمولي ونه ګڼل شي.

نوموړي وکیل ویلي دولتي پرېکړې باید په سائنسي مطالعاتو اؤ حقیقتونو ولاړې وي

هغه ویلي دپرېکړې نه مخې باید دا هم په نظر کې ونیول شي چې ایا چین ته ورکړل کیدونکي دا بېزوګان به په چین کې مناسب شرایط ولري؟

"پوښتنې راپورته شوي چې ولې په چین کې د ژوبڼونو لپاره دومره لوی شمیر کې شادوګانو ته اړتیا لیدل کیږي. د اوسني قانوني مادو له مخې، ځناور یوازې د ساتنې موخو لپاره یا د ژوبڼونو سره د تبادلې دپروګرام په توګه نورو هیوادونو ته ورکړل کیدای شي"

هغه وایي که د غوښې یا ساینسي مطالعې لپاره دا بېزوګان چین ته ورکول کیږي نو دا په بشپړ ډول یو غیرقانوني اقدام دی.

په سریلنکا کې د ځناورو دتحفظ تنظیمونو هم په دې حکومتي فیصله کلکې نیوکې کړې دي اؤ وایي چې دتېرو څلورو لسېزو کې په سریلنکا کې دشادوګانو دنسلونو دشمیرنې لپاره هیڅ ګام نه دی اخستل شوی اؤ چاته هیڅ معلومه نه ده چې سریلنکا کې دشادوګان اصل شمیره څه ده؟

دغه تنظیمونه اندېښنې ښایي چې کیدای شي په چین کې دا شادوګان دغوښې، طبي تحقیق اؤ نورو چارو لپاره وکارول شي چې دا به په هیڅ توګه یو غوره عمل نه وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG