لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نیویارک کې د چین د غیرقانوني پولیس تهاڼې د قضیې په اړه دوه تنان ګرفتاره کړی شول


داسې ویل کیږي د امریکا په نیویارک ښار کې دغه شپږ چته ودانۍ چې مخه یې ټوله ښيښې دي، په خفیه توګه د چین د پولیسو غیرقانوني تهاڼه ګرځېدلې وه
داسې ویل کیږي د امریکا په نیویارک ښار کې دغه شپږ چته ودانۍ چې مخه یې ټوله ښيښې دي، په خفیه توګه د چین د پولیسو غیرقانوني تهاڼه ګرځېدلې وه

واشنګټن - د امریکا د عدلیې وزارت وایي، د چین د هغو کوښښونو په تعلق سره چې په امریکا او د نړۍ په نورو برخو کې د خپل حکومت مخالف کسان په نښه کوي، دوه د نیویارک اوسېدونکي یې ګرفتاره کړي او په څلور څلوېښت (۴۴) چینایي امنیتي افسرانو یې الزامونه لګولي دي.

امریکا کې د قانون د تنفیذ چارواکو دا اعلان د ګل/دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د یو مطبوعاتي کنفرنس په ترڅ کې وکړ. هغو په دې کنفرنس کې د درې جدا جدا پېښو په اړه چې "د ملکونو دباندې جبر" قضیې وې، لګول شوي الزامونه اعلان کړل.

په اوله قضیه کې، هري لو ژیان وانګ او چن جن پنګ – دواړه د نیویارک ښار اوسېدونکي – په دې تورن شوي چې د نیویارک په لوور منهاتن سیمه کې یې د چین د عوامي امنیت وزارت دپاره چې د چین قامي پولیس دي، یوه غیرقانوني خفیه پولیس تهاڼه جوړه کړې وه.

دغه دوه تنان د ګل/دوشنبې ورځې په سهار ګرفتاره کړی شول او ټاکل شوې وه چې د نیویارک په وخت د همدې ورځې په ماسپښین عدالت ته د ابتدایي سماعت لپاره پېش کړی شي.

د غیرقانوني پولیس تهاڼې د موجودیت قضیه تېر کال رابرسېره شوه، او د امریکا د تحقیقاتو قامي ادارې (اېف بي آی) مشر کرېسټفر رې ژمنه وکړه چې دغه غیرقانوني فعالیت به ختم کړي. یاده غیرقانوني پولیس تهاڼه، د چین د هغو څه باندې سل (۱۰۰) مرکزونو څخه یو و چې د دعوو ترمخه، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

چارواکي وایي د چین پورې اړوند غیرقانوني پولیس تهاڼه، کوم چې ویل کیږي د نیویارک په چاینا ټاون کې یې په یوه دفتري ودانۍ کې فعالیت کولو، د ۲۰۲۲ کال په مني موسم کې کله چې د دغې تهاڼې چلوونکي خبر شول چې اېف بي آی یې په لټه کې دي، وتړلې شوه.

په دوه نورو جرمي قضیو کې، په څلور څلوېښت (۴۴) تنانو باندې تورونه ولګول شول چې ګني په نیویارک او د امریکا په نورو سیمو کې د چینایي شهریانو د آزار کولو په خاطر، د چین قامي پولیسو د کاروایانو په لړ کې یې مختلف جرمونه کړي دي. د امریکا د عدلیې وزارت وویل، په تورنو کسانو کې څلوېښت تنه یې د چین د عوامي امنیت (قامي پولیسو) افېسران او دوه یې د چین د ساېبرسپېس ادارې مامورین دي.

د الزام لګولو د دستاوېزاتو ترمخه، دغو ملزمو کسانو د جعلي سوشل مېډیا کاتو نه هغه چینایي وګړي "آزار کول او يرول" کوم چې د چین حکومت خلاف دي او د چین نه بهر اوسیږي.

د دې نه علاوه، په دغو کسانو الزام لګېدلی چې د امریکا د ټېکنالوجۍ په یو پلېټفارم یې د چین حکومت د ناراضه تنانو د اظهار رای آزادي تروړلې ده.

ټول دغه څه باندې څلوېښت ملزمین چې ورباندې تورونه لګولی شوي دي، تر اوسه ګرفتاره کړی شوي ندي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG