لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د سویلي اسیا هیوادونو کې پاکستان انساني پرمختګ ته تر ټولو کمه پاملرنه کوي


نړیوال بانک وایي په انساني پرمختګ دکمې پانګونې له امله به کال2047م پورې پاکستان نه دیوې درمیانه امدنۍ دهیواد جوړیدو اهداف راټيټ شي.

د انسانى پرمختګ په نړيوالو اشاريو کې د پاکستان درجه د 192 هيوادونو په نوملړ کي په 161م نمبر ده او په سويلي اسيایي هيوادونو يا سارک کې په وروستي نمبر دی.

دنړیوال بینک رپورټ وایي په پاکستان کې د هيواد په پرمختګ کې یوازې 18 في صدي خلک خپل رول لوبوي چې دا 50فیصدي پکار دی ځکه چې د 18فیصدي خلکو په رول ترسره کولو سره کوم ترقي نه کيږى او دا شان به پاکستان ډير وروسته پاتې شي.

رپورټ وایي که چيرې پاکستان په موجوده رفتار سره په انسانى پرمختګ کى پانګوني کوى نو د کال 2047م پورې به سړي سر جي ډي پي يا ټولټال کورنی امدن یوازې 17 فیصدي زياتيږي.

څيړونکي ددي هر څه غټې وجې د بيلابيلو حکومتونو لخوا اقتصاد، بشري او د ټولنې پرمختګ، تعليم او روغتیا ته سمه پاملرنه نه کول بولى او وایي پاکستان کې په پينځوؤ کې يو ماشوم سکول ته نه ځي او که ځي هم نو په نیمه کې خپلې زده کړې پريږدي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې څيړونکي ذيشان حيدر وويل" د پاکستان په 75 کلونو کې تر ټولو غټه مسله سياسي بې ثباتي پاتې شوې ده او اړونده حکومتونو د خپلې بقا لپاره منډې وهلې او بنيادي مسلو لکه تعليم اؤ صحت ته یې کمه پاملرنه کړې ده"

نوموړى وويل پوځي حکومتونو هم د بشرى پرمختګ لپاره څه خاص ګامونه نه دي پورته کړي.

ذيشان حيدر زياته کړه اکثره حکومتونه هغه شیانو ته زياته پاملرنه کوي دوى ته ترې سياسي ګټې تر لاسه کيږي.

دهغه په وینا د هيواد نيمایي ابادي چې په میرمنو مشتمله ده دلته مېرمنې تعليم، روزګار او تجارت کې وړاندي تګ نه پريښودل کيږي او په ذهني توګه هم هغوئ وړاندې نه بوتلل کيږي او داسې يو هيواد پخپله تباهۍ ته بلنه ورکوي.

ډيوه سره خبرو کې خبريال طاهر امين وایي " پاکستان کې 62 فیصدي ابادي په ځوانانو مشتمله ده او دا د هيواد اثاثه ده ،که چرې دوي ته پاملرنه ونه شي نو دا به نه یوازې ځوان کول اغيزمن کړي بلکې راتلونکی نسل به ورسره هم داغيزو لاندې وي"

نوموړي زياته کړه په تعليم، صحت او بشرى پرمختګ کې پانګونى سره پاکستان د يو شمير ستونزو نه راوتلی شي او که داسې نه کيږي نو هيواد به په اقتصادي او سماجي توګه ډیر وروستو پاتې شي.

څيړونکي دا يو خطرناک صورتحال بولي چې ورسره به د هيواد د اقتصادي ودې کچه تر دوه في صدي پورې پاتې شي.

څيړونکي وایي تعليم او تکنيکي پوهه دهيواد اقتصادي وده ، ټيکس ،امدن او برامداتو سيوا کولو کې غټ رول لوبوي او دا د پرمختګ لپاره ضروري شرطونه دي.

دڅېړونکو په وینا دا مهال نړۍ دعصري ټيکنالوجۍ لکه مصنوعي ذهانت او روبوټ کارولو په لور روانه ده خو په داسې حال کې په پاکستان کۍ ښه تعليم او بشرى پرمختګ د پام نه غورځول شوي شیان دي.

څېړونکي وایي اوس هم په سویلي اسيایي هيوادونو کې تر ټولو کم بجټ دانساني پرمختګ دې مهمو څانګو ته ورکول کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG