واشنګټن ــــ د امریکې د انصاف ادارې د روس پر درو امنیتي ایجنټانو او څلورو امریکایي وګړو باندې له دې کبله د جرم رسمي تور پورې کړی چې وایي د روس د حکومت په استازیتوب یې "په امریکا کې د بهرني ناوړه اغېز څوکلن کمپېن تر سره کاوه".
د فلورېډا په جنوبي ښار ټامپا کې یوه لوی فیډرل عدالتي بېنچ تور پورې کړی چې د روس د فیډرل امنیتي سروس ایجنټانو د امریکې سیاسي ډلې ګومارلې وې، پیسې یې ورکړې وې او لارښوونه یې ورته کړې وه چې د ماسکو د نارجسټر شوو ایجنټانو په توګه کار وکړي او "د اختلاف زړي وکري او روس پلوه پروپیګنډه وکړي".
تر دې مخکې په یو بل فردِ جرم یا رسمي تور کې ویل شوي وو چې د روسي استخباراتي ادارو ایجنټانو په امریکا کې په پټه سیمه ییز دفتر ته د سیاسي کمپېن لپاره پیسې ورکولې او څارنه یې کوله.
د انصاف د ادارې د ملي امنیت څانګې مرستیال اټارني جنرل مېتیو اولسن د نهې- سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي:
"د روس د بهرنیو استخباراتو ادارې په ممکنه توګه زموږ له لومړيو ترمیمي حقونو کار اخیستی چې امریکایان سره ووېشي او او د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او دا هغه ازادي ده چې روس یې خپلو خلکو ته نه ورکوي".
په فردِ جرم کې تور پورې شوی چې په درو تورنو روسيانو کې یو هم د ماسکو اوسېدونکی الیکزنډر ویکټوروویچ ایونوف دی چې د روس حکومت پیسې ورکولې د نړیوالتوب خلاف «اینټني ګلوبلایزېشن موومنټ آف رشیا» ډله یې جوړه کړې وه.
امریکا تور پورې کوي چې د روس دې ډلې د فیډرل امنیتي سروس د دوو نورو تورنو ایجنټانو الیکسې بوریسویچ سوخودولوف او یېګور سرګیېویچ پوپوف تر څارنې لاندې په امریکا کې د ناوړه اغېز کمپېن تر سره کاوه.
امریکا تور پورې کړی چې دغو درو روسانو په 2019م کال کې د فلورېډا په سینټ پیټرزبرګ کې د سیمه ییز دفتر لپاره د یوه نامعلوم امیدوار د کمپېن مشري کوله.
وایي دغه د چوکۍ غوښتونکی سیاسي "کېنډیډېټ چې موږ یې څارو" اراده لرله چې خپل کار د امریکې د 2020م کال تر صدارتي ټاکنو وغزوي.
خو اې بي سي نیوز وایي د اوهورو مومنټ یوه کېنډیډېټ اریتا اکیل کېنین لرله چې په 2019م کې د سینټ پیټرزبرګ سټي کونسل ټاکنو کې ناکامه شوه. د انصاف عدالت پر هغې تور نه دی لګولی.
مېرمن اریتا اکیل کېنین په 2022م کال کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د روس دفاع کړې وه او ویلي یې وو"د نړۍ استعماري قوتونه له یوې پېړۍ راهیسې د روس خلاف همکارۍ سره کوي".
الیکزنډر ایونوف په ممکنه توګه په امریکا کې د افریقې د پیپلز سوشلسټ ګوند او د فلورېډا د اوهورو موومنټ په ګډون د سیاسي ډلو غړي ګومارلي وو.
د انصاف ادارې په وینا څلور تورن شوي امریکایان اومالي یشیټیلا، پېني جوېن هیس، جیسي نېول او اګسټس سي رومېن جونېر په سینټ پیټرزبرګ کې کورونه لري او ټولو د افریقې له پیپلز سوشلسټ ګوند او اوهورو موومنټ سره اړیکې لرلې.