لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي که په طالبانو یې د ښځو د کار خبره ونه منله راتلونکې میاشت به له افغانستانه ووځي


واشنګټن ــــ ملګري ملتونه وایي وایي، که په طالبانو یې خپله خبره ونه منله چې ښځو ته د دوی په دفترونو کې د کار کولو اجازه ورکړي نو مجبوره دي چې "زړه ماتوونکې" پرېکړه وکړي او په مې میاشت کې له افغانستانه ووځي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر اخیم سټاینر د اپرېل پر 18مه اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، د ادارې چارواکي یې د طالبانو له حکومت سره په دې هیله خبرې کوي چې روانه میاشت په خپل هغه فرمان کې ښځو ته استثنا ورکړي چې د دوی په دفترونو کې یې له کار کولو منع کړې دي:

"دا سمه ده په کوم حالت کې چې اوس مونږ یو، دا به د ملګرو ملتونو ټول سیسټم یو ګام پر شا کړي او هلته د خپل کار د وړتیا په اړه به ارزونه وکړو خو دا د دې لپاره نه دي چې پر بنیادي اصولو او بشري حقونو باندې جوړجاړی وکړو."

طالبانو د اپرېل میاشتې له پیل راهیسې ښځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي او تر هغه مخکې د تېر کال په دسمبر کې یې په کورنیو او نړیوالو غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی وو.

ملګرو ملتونو د سه شنبې- نهې په ورځ په یو رپوټ کې ویلي چې د بد اقتصادي حالت او بشري بحران سره مخ افغانستان کې د ښځو کار کولو ته سخته اړتیا لري، خو طالبانو لا د دوی غوښتنې ته څه مثبت جواب نه دی ویلی.

د یو این ډي پي مشر اخیم سټاینر وایي د افغانستان ځینې اقتصادي ستونځې د طالبانو د تګلارو له امله دي ځکه چې وایي دوی اکثر ښځې له کار کولو منع کړې دي.

ښاغلی سټاینر وایي دا به د افسوس خبره وي "که زه تصور وکړم چې د ملګرو ملتونو کورنۍ نن په افغانستان کې نه وي او زما په مخ کې د میلینونو نجونو، هلکانو، پلرونو او میندو انځورونه دي چې د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري."

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن دوجاریک د سه شنبې- نهې په ورځ وویل چې اداره یې د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمنه ده او وايي د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز د پرېکړې مخالفت ته به دوام ورکوي.

ملګري ملتونه وايي، طالبانو یوې خواته پراخو بشري او پرمختیايي مرستو ته اجازه ورکړې ده او بلې خواته پرله پسې نوي فرمانونه جاري کوي او په خپلو تګلارو کې بدلونونه راولي.

طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې واک ته له رسېدو وروسته به د خپلې تېرې واکمنۍ په نسبت له خلکو سره انصاف کوي او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او د کار په ګډون ټولو ازادیو ته به درناوی لري.

خو له واکمنېدو وروسته یې ښځې له کار او تعلیمه منع کړې دي، تر شپږم ټولګي او په پوهنتونونو کې یې د نجونو په زدکړو بندیزونه لګولي او ښځې یې ولسي پارکونو، حمامونو او ورزشي کلبونو ته له تلو منع کړې دي.

ملګري ملتونه د افغانستان د خراب اقتصادي حالت ذمه وار طالبانو ګڼي، خو د طالبانو مشران بیا اکثر پخپلو ویناوو کې نړیوال بېنکي بندیزونه، د افغانستان د زیرمو کنګل کېدل، د بشري مرستو ځنډول او موسمي بدلون د افغانستان د کمزوري اقتصاد سببونه ګڼي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG