د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان دعوه کړې که څه ورله وشو د هغې تپوس دې بیا د قمر جاوېد باجوه [د پوځ مخکني مشر]، فېض حميد [د استخباراتي ادارې مخکني مشر]، عمران نيازي [مخکني وزیراعظم]، عارف علوي [د پاکستان صدر]، محمود خان [د خېبرپښتونخوا مخکني وزيراعلا]، او سېف [د پښتونخوا د مخکني] وياند نه وشي.
اېمل ولي خان په فېس بک خپره کړې تفصيلي ويډیو کې دعوه کړې چې نزدې دوه يا درې اوونۍ وړاندې د هغه په کلي کې او بيا په پېښور کې دوه کسان چې د يو تعلق د مومندو او بل د باجوړ سره دی، خودکش بمبار دي نيول شوي او هغوی منلې ده چې هدف یې دی [اېمل ولي خان] وو.
د يادو ګرفتاريانو په اړوند د چارواکو لخوا په مطبوعاتو څه نه دي ويل شوي.
اېمل ولي خان تور لګولی چې د عمران خان په حکومت کې 40000 وسله وال بيرته ملک ته راوستل شوي، او هغه د پوځ د اوسني مشر جنرل عاصم منير نه غوښتنه کړې چې چا دغه خلک بيرته راوستي دي، د مخکني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او استخباراتي ادارې مشر جنرل فېض حميد نه دې پلټنې وکړي چې دومره سنګين جرم یې څنګه کړی وو، هغو ته دې سزا ورکړي.
هغه زياته کړې د مخکني وزیراعظم عمران خان او صدر عارف علوي د چا په لاسليک چې 102 ترهګر خوشي شوي، د پښتونخوا د تېر وزیراعلا محمود خان او صوبې د وياند سف نه دې پلټنې وشي.
دوه ورځې وړاندې نوموړي ویلي وو، "د امنيتي ادارو لخوا ورته يو ځل بيا خبر ورکړی شوی چې هغه ته سخت امنيتي ګواښ دی".
اېمل ولي خان ويلي هغه دا خبره ښکاره کړې وه چې په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف تېر حکومت طالبانو ته قلنګ ورکولو.
د نوموړي اوسنيو تورونو ته د پخواني پوځي او استخباراتي مشرتابه او تحریک انصاف ګوند لخوا کوم غبرګون نه دی ويل شوی خو د تحريک انصاف په خېبرپښتونخوا صوبه کې تېر حکومت دغه تورونه رد کړي وو چې تحریک طالبان پاکستان ته یې قلنګ ورکړی وو.
خو عمران خان چې وزيراعظم وو منلې یې وه چې وزیران یې تنګول کيږي.
د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د تحريک انصاف په حکومت اوسنی د پي ډي اېم ايتلافي حکومت هم تور لګوي چې وسله وال یې بيرته راوستلي او پياوړي کړي دي.
د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د تحریک طالبان پاکستان سره مزاکرات پېل کړی شوي وو. عمران خان وړاندې دغو تورونو ته په ځواب کې ويلي وو چې د دوی سره د وسله والو سره د خبرو نه علاوه بله لاره نه وه او مجبورا یې بيرته راوستي وو.
په اووم اپرېل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې ویل شوي وو، چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".
هغه وخت هم د يادو عملیاتو جزيات نه وو شريک کړی شوي خو ويل شوي وو "د پاکستان څخه د هر ډول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او په دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".
او تېر اوونۍ بيا د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او په اړه یې پوځ ويلي، د حکومت له اړخه د ترهګرۍ ضد منظوره کړی شوې مبارزه کې به د ټول نظام لارې د ملک څخه د ترهګرۍ، توندروۍ يا انتها خوښۍ او بې ثباتۍ عوامل ختمولی شي.
عوامي نيشنل ګوند له دې وړاندې ويلي په سيمه کې په بدامنۍ کې د يو سياسي ګوند په کچه تر ټولو زيات تاوان دغه ګوند ته اوښتی دی زیات غړي يې وژل شوي دي.
په کال 2018 کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر هارون بلور په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو، د هارون بلور پلار بشير بلور چې د صوبې سينیر وزیر وو په کال 2012 کې هغه هم په ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو.
د دغو دواړو بريدونو او ورسره د عوامي نيشنل ګوند د نورو ډېر غړو د وژنو زیاتې زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلې وې.