په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر خان متقي دپاکستان نه هیله کړې ده چې له وړوکي اختر وړاندې باید دپاکستان په زندانونو کې بندي افغانان خوشې کړي.
دطالبانو دحکومت دخارجه وزارت دبیان له مخې دطالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي په کابل کې دپاکستان ناظم الامور عبېدالرحمان نظاماني سره لیدلي اؤ قابو څلور میاشتې وروسته کابل ته دهغه دستنېدو یې تود هرکلی کړی دی.
امیر خان متقي هیله ښکاره کړې ده چې کابل ته دپاکستاني ناظم الامور دستنېدو سره به د دواړو هیوادونو په سفارتي اړیکو ښې اغېزې وشي اؤ دځېنو مهمو دوه اړخیزه ستونزو په هواري کې به ورسره لاس امداد وشي.
کابل کې دپاکستان په نانظم الامور ښاغلي عبېد الرحمان نظاماني د تېر دسمبر د میاشې په دویمه نېټه دپاکستان دسفارتخانې دننه د یوې څو پوړیزه ودانۍ څخه وسله والو ډزې کړې وې چې په دغو ډزو کې نظاماني بچ شوی ؤ خو د هغه یو پاکستانی محافظ پکې سخت ژوبل شوی و.
ددغه برید پړه وسله والې ډلې داعش خراسان پغاړه اخستې وه اؤ له برید وروسته اسلام آباد په سمدستي توګه خپل ناظم الامور د کابل څخه ويستی ؤ او دطالب چارواکو څخه یې غوښتنه کړې وه چې د پاکستان دسفارت امنیت دې ټینګ کړي.
دطالبانو دخارجه وزارت په بیان کې ویل شوي امیرخان متقي کابل ته یو وارې بیا دپاکستاني ناظم الامور په ستنېدو خوښي ښکاره کړې ده.
په دغه لیدنه کې دواړو مشرانو دافغانستان اؤ پاکستان دګډې خوښۍ په یو شمیر موضوعاتو اؤ اړونده چارو خیالات تبادله کړي دي.
دطالبانو دخارجه وزارت دبیان ترمخه امیرخان متقي دپاکستان له لوري په دې وروستیو کې دخپلو زندانونو نه افغان بندیانو دخوشې کولو اقدام وستایلو اؤ هیله یې ښکاره کړه چې باید دپاکستان زندانونو کې پاتې افغان بندیان هم د کوچني اختر نه وړاندې خوشې کړل شي.
په دې وروستیو کې دافغانستان ګڼ شمیر وګړي دسفري اؤ قانوني استوګنې د دستاویزاتو په نه لرلو دپاکستان بیلابیلو ښارونو په ځانګړې توګه سیند صوبه کې نیول شوي اؤ زندانونو ته اچول شوي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.
مطبوعاتي ربورټونه وایي دنیول شوؤ افغانانو څخه د سوونو په شمیر بېرته هم خوشې کړل شوي اؤ افغانستان ته اړول شوي دي خو ګڼ شمیر اوس هم په زندانونو کې پراته دي.
دپاکستان ناظم الامور سره لیدنه کې دطالبانو خارجه وزیر افغان وګړو لپاره دپاکستان د ویزو ستونزو هم راپورته کړې ده اؤ له هغه یې غوښتي چې افغانانو ته باید د ویزو په ترلاسه کولو کې اسانۍ ورکړي اؤ مشکلات له مینځه یوسي.
پاکستاني سفارتي چارواکي دطالبانو خارجه وزیر ته باور ورکړی دی چې کابل کې دپاکستان سفارت به دطالبانو دحکومت خارجه وزارت سره په ګډه د ویزو ترلاسه کولو په لاره کې د موجودو ستونزو دهواري لپاره کار وکړي.