دخېبر پښتونخوا په بر کوهستان سیمه کې په داسو ډیم کې کارکوونکي نیول شوي دچین وګړي په ځان لګېدلي د مذهب د سپکاوي تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي، هغه هیڅکله داسې څه نه دي ویلي چې د مسلمانانو جذبات پرې مجروحه شوي وي.
د چین دغه وګړي دعوه کړې ده چې هغه دمذهب د سپکاوي د دروغو په تورونو نیول شوی دی.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې نیول شوي دچین وګړي د حکومت له لوري دپېښې څېړلو لپاره جوړې کړل شوې ګډې د پلټنو ډلې ته ویلي چې هغه دپاکستانیانو اؤ مسلمانانو دجذباتو مجروحه کولو سوچ قدرې هم نه شي کولی اؤ پرضد چې یې کوم تورونه لګول شوي هغه سراسر دروغ دي.
برتانوي خبري اژانس بي بي سي دپولیسو له خولې ویلي چې دغه چینایي وګړی دجمعې په ورځ وروسته له هغې دمذهب دسپکاوي دتورونو لاندې راغلی چې په داسو ډیم کې دکارکوونکو ځېنو مزدورانو سره دجمعې دنمونځ لپاره په زیات وخت اخستو خوله ووهله.
مطبوعات ووایي مزدورانو سره له خولې وهلو وروسته یو شمیر مزدورانو په یاد چینایي وګړي دمذهب دسپکاوي تورونه لګولي اؤ دسیمې دپولیسو ایس ایچ او پخپل مدعیت کې دهغه پرضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې ده.
له نیول کیدو وروسته دغه چینایي وګړی د دوشنبې یا ګل په ورځ په پوځي هیلي کاپتر کې د کوهستان نه ایبټ اباد ته رارسول شوی اؤ عدالت ته وړاندې کړل شوی ؤ چې عدالت په جوډیشل ریمانډ جیل ته لیږلی ؤ.
ډاڼ ورځپاڼه وایي نیول شوی چینایي وګړی دایبټ اباد دپولیسو مرکز کې ساتل شوی، ددغه مرکز امنیتي ګامونه سخت کړل شوي اؤ ورته دسب جیل درجه ورکړل شوې ده.
هیله کیږي چې نیول شوی دچین وګړی سبا د زیارت په ورځ په ایبټ اباد کې دترهګرۍ دمخنیوي عدالت ته وړاندې کړل شي.
بل لوري ته دچین خارجه وزارت ویلي چې اسلام اباد کې دهغوئ سفارتي مشن دخپل وګړي په حواله د صورتحال پخلی کوي.
دچین دخارجه وزارت ویاند وانګ وینبن مطبوعاتو ته داحوال تېرولو په وخت ویلي دچین حکومت مدام خپلو بهرمیشتو وګړو ته د کوربه هیواد دقوانینو اؤ ضابطو دخیال ساتلو اؤ دسیمه ییز رسم و رواج د درناوي کولو تلقین کړی دی.
هغه ویلي که چرې دې ستونزه کې دچین وګړی ککړ ثابت شي نو اسلام اباد کې دچین سفارتخانه به دخپلو مسولیتونو په چوکاټ کې دهغه کومک کوي.
د مذهب سپکاوی په پاکستان کې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او چې په چا يو ځل دا تور ثابت شي نو په قانون کې ددې سزا مرګ ده خو تراوسه پورې په پاکستان د مذهب د سپکاوي په مقدمو کې د مرګ سزاوار کوم تن په سزا عمل نه دی شوی.
په پاکستان کې د لږکيو دحقونو دغېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس په وروستي راپور کې ويل شوي چې کال 2021م کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د 84 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى مقدمې درج شوي چې لويه شمېره په کې د شيعه مسلمانانو ده .
تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو پر اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي دي.
د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.