دپاکستان سپریم کورټ ګرد هیواد کې په یو وخت د ټولټاکنو متعلق کیس کې دټولو لویو سیاسي ګوندونو مهم مشران سبا د زیارت په ورځ عدالت ته وربللي اؤ چیف جسټس عمرعطا بندیال ویلي که چرې ټول ګوندونه خپلو کې دانتخاباتو دنیټې په بدلولو متفق شي نو بیا عدالت ګنجایش راویستی شي.
د شورو یا چهارشنبې په ورځ دچیف جسټس په مشرۍ دسپریم کورټ درې کسیز بینچ ددفاع د وزارت اؤ دوؤ نورو وګړو لخوا ګرد هیواد کې په یو وخت دانتخاباتو کولو د خواستونو اوریدنه کړې ده .
ددفاع وزارت عدالت ته په یو وخت دانتخاباتو خواست تېره ورځ وروسته له هغې کړی چې دوه ورځې وړاندې دپاکستان دامنیتي شبکو مشرانو دچیف جسټس سره ولیدل اؤ هغه ته یې دانتخاباتو په اړه هیواد کې دامنیت په موجوده وضعیت احوال تېر کړو.
پاکستاني رسنۍ وایي په ننۍ اوریدنه کې مشر قاضي ویلي چې سپریم کورټ ته دامنیتي ادارو مشرانو دامنیت په اړه ډیر ښه احوال تېر کړی خو ددې ترڅنګ هغه دا هم ویلي چې کله دانتخاباتو دقضیې اوریدنه په عدالت کې روانه وه نو په هغه مهال ورته هیڅوک د احوال تېرولو لپاره نه وؤ ورغلي .
هغه وویل سپریم کورټ دانتخاباتو په قضیه کې خپله پرېکړه ورکړې ده اؤ اوس پشا نه شي تللی بلکې په مخکې به ځي.
رسنۍ وایي د اوریدنې په مهال اټارني جنرل یا سرکاري وکیل عدالت ته ویلي چې دسیاسي ګوندونو تر منځ دمذاکراتو هڅې پیل شوې دي اؤ ددې لپاره کمیټۍ هم ټاکل شوې دي نو ځکه عدالت باید دغو هڅو ته موقعه ورکړي.
مشر قاضي عمر عطا بندیال ویلي که چرې سیاسي ګوندونه دانتخاباتو نیټه بدلول غواړي نو بیا عدالت دهغوئ سره ولاړ دی اؤ د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ته نوټسونه جاري کولی شي.
تر دې وړاندې روانه میاشت سپریم کورټ په پنجاب صوبه کې په 14مئ دانتخاباتو کولو امر کړی اؤ حکومت یې حکم کړی چې دانتخاباتو لپاره باید الیکشن کمیشن ته 21 اربه روپۍ اؤ امنیتي ځواکونه ورکړي.
خو حکومت دسپریم کورټ فیصله رد کړې ده اؤ دپارلیمان اړونده کمیټۍ الیکشن کمیشن ته د21 اربو روپو ورکولو نه انکار کړی دی.
همداشان حکومت دریځ خپل کړی دی چې دا مهال امنیتي ځواکونه په بیلابیلو عملیاتو کې بوخت دي نو ځکه په 14مئ انتخاباتو کې خپل خدمات نه شي ورکولی.
په ننۍ اوریدنه کې سپریم کورټ الیکشن کمیشن ته دپنګو ورکولو په اړوند یو وارې بیا دمرکري حکومت نه ځواب غوښتی دی.
مشر قاضي ویلي که چرې دانتخاباتو لپاره پنګې ورنه کړل شوې نو ددې سنګینې نتیجې مخې ته راتللی شي .
همدا شان مشر قاضي ویلي چې د دفاع د وزارت له لوري په یو وخت دانتخاباتو کولو درخواست د اوریدنې جوګه نه دی.
سپریم کورټ ددې خواستونو نوره اوریدنه تر سبا (زیارت- پنجشنې) ځنډولې ده