لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د G-7 هېوادونو استازو او د یورپ د ښځو تنظیم پر ښځو د طالبانو بندیزونه غندلي او د بیرته اخیستو غوښتنه یې کړې


واشنګټن ــــ د نړۍ د اوو سترو اقتصادي قوتونو تنظیم G-7 په افغانستان کې د طالبانو دا اقدام غندلی چې وایي د ښځو بشري حقونه او بنیادي ازادۍ یې محدودې کړې دي، بل لور ته د یورپ د ښځو نړیوال تنظیم هم د افغانو ښځو پر حالت اندېښه ښکاره کړې ده او له نړیوالو یې پر طالبانو د فشار اچولو غوښتنه کړې ده.

د G-7 هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په جاپان کې تر درې ورځنیو خبرو وروسته د نهې- شورو په ورځ په یو بیان کې ویلي،‌ چې په افغانستان کې د زیاتېدونکې ناارامۍ او خرابېدونکي بشري او اقتصادي حالت په اړه ژوره اندېښنه لري:

"موږ د بشري حقونو او بنیادي ازادیو په اړه د طالبانو د زیاتیدونکو بندیزونو سخت مخالفت کوو، په ځانګړې توګه موږ د ښځو او نجونو له بشري حقونو د طالبانو منظمه سرغړونه او د مذهبي او قومي اقلیتونو له غړو سره د توپیري‌ چلند غندنه کوو".

د G-7 هېوادونو استازو پر طالبانو غږ کړی چې په بیړنۍ توګه دې خپلې هغه د نه منلو وړ پرېکړې بیرته بدلې کړي چې په غیرحکومتي ادارو او ملګرو ملتونو کې یې افغانې ښځې له کار کولو منع کړې او د هغوی بشري حقونه او بنیادي ازادۍ یې محدودوې کړې دي:

"ټول افغانان باید د ژوند په ټولو برخو کې له بشپړ، برابر او معنالرونکي ګډونه خوند واخلي، د تعلیم، ګرزېدو او د بیان د ازادۍ په ګډون د ژوند ژغورونکو بشري مرستو او بنیادي خدمتونو ته رسایي ولري".

طالبانو د 2021 کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د اسلامي شریعت په اړه د خپلې تشریح په بنیاد نه یوازې نجونې او ښځې له اعلی تعلیمه محرومې کړې دي بلکې پر هغوی یې پراخ بندیزونه هم لګولي دي.

د نړۍ د اوو شتمنو هېوادونو استازو پر دې هم اندېښنه ښکاره کړې چې وایي د طالبانو په حکومت کې تر اوسه ټول افغانان سیاسي ګډون نه لري او دا یو استازی حکومت نه دی:

"له طالبانو غواړو د باور وړ او ټولشموله ملي خبرو اترو لپاره دې د پام وړ ګامونه واخلي، چې له جنس، قوم، مذهب او سیاسي نظریې پرته ټول افغانان پکې ګډون ولري".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د G-7 هېوادونو د استازو خبرې او غوښتنې رد کړې دي او ویلي یې دي چې بهرني هیوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

ذبیح الله مجاهد فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، هغه ارزښتونه او قوانین چې په افغانستان کې عملي کیږي، له افغانانو سره تړلي دي او په نورو هیوادونو پورې اړه نه لري.

مجاهد غوښتنه کړې چې بهرني هیوادونه دې د دوی له حکومت سره د سفارتي اړیکو په بحالولو سره په افغانستان کې حالات له نیژدې وڅاري او له دوی سره تر اړیکو جوړولو وروسته دې خپل دریځ ښکاره کړي.

بل لور ته د یورپ د ښځو یوه نړیوال تنظیم په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر روان حالت ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده او له نړیوالې ټولنې یې په دې اړه د بیړنيو ګامونو اخیستلو غوښتنه کړې ده.

د «یورپین ومینز لابي» په نوم د ښځو تر ټولو لوی دغه تنظیم له 2000 ټولنو جوړ دی او د نهې- سه شنبې په ورځ یې په خپله یوه اعلامیه کې غوښتي، چې نړیواله ټولنه دې پر نجونو او ښځو د لګول شویو بندیزونو له کبله پر طالبانو فشارونه واچوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG