واشنګټن – د اوکراین د دفاع وزیر د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې د پټریاټ توغندیو سیستم دغه هېواد ته رسېدلی دی.
اوکرایني چارواکو له اوږدې مودې راهیسې د داسی پرمختللیو وسلو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه کوله چې وتوانېږي د دوښمن توغندي پرې وغورځوي.
اوکرایني ځواکونو ددغو سیستمونو د کارولو لپاره په میاشتو په امریکا او اروپا کې روزنه ترلاسه کړې.
د اوکراین د دفاع وزیر اولېکسې ریزنېکوف په یو ټویټ کې ویلي، "نن زمونږ د اوکراین ښکلی اسمان نور هم خوندي شو ځکه د پټریاټ هوايي دفاعي سیستم اوکراین ته ورسېده."
هغه زیاتوي، "زمونږ هوايي دفاع کونکو په ډېرې چټکۍ سره هغه زده کړی او زمونږ شریکانو په خپلو خبرو عمل کړی."
تر دې مخکې اوکرایني چارواکو د شورو یا چهارشنبې په وختي د اوکراین په جنوبي ښار اودیسا باندې د ډرون بریدونو خبر ورکړی وو.
په اودیسا سیمه کې د اوکراین پوځي قومندان یوري کروک وویل، چې په ډرون برید کې په یوې ودانۍ کې اور لګېدلی خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
روس په اوکراین کې د خپلو بریدونو لپاره له ډرونونو څخه په پراخه توګه کار اخلي.
بل پلو د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي، چې همفکره هېوادونه باید "د لویدیځ د یو اړخیز غیر قانوني فشار مخالفت وکړي."
سویډن او ناټو:
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په ناټو کې د سویډن د غریتوب ترلاسه کولو د وړاندیز ملاتړ کړی.
اسټن چې د سویډن د موسکو له سمندري اډې څخه یې لیدنه کوله وویل، امریکا دې ته سترګې په لاره ده چې تاسو ناټو ته ننوځئ او مونږ به سخت کار وکړو چې له سرمشریزې مخکې دا ترسره شي."
اسټن وویل، "د سویډن ځواکونه به ناټو او زمونږ هڅو ته ډېر ارزښت زیات کړي، تاسو ډېر مسلکي پوځ لرئ او تاسو په عصري کولو کې په تېرو ډېرو کلونو کې پانګونه کړې."
سویډن او فېنلېنډ په اوکراین باندې د روس له یرغل وروسته تېر کال په ناټو کې د غړیتوب لپاره وړاندیز کړی.
فېنلېنډ په رسمي توګه د اپرېل په لومړیو کې د ناټو له پوځي اتحاد سره یوځای شو او سویډن هیله لري چې ترکیه به د مې له انتخاباتو وروسته په ناټو کې د سویډن غریتوب ومني.
هنګري او ترکیه په سویډن نیوکې کوي چې د هغو ډلو پر خلاف یې کافي څه نه دي کړي چې ترکیه یې ترهګر تنظیمونه بولي.
د دې راپور ځینې برخې له اسوسېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه راخېستل شوې دي.