لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري انوار الحق پرته له مقابلې د پاکستان د واک لاندې کشمیر وزیراعظم غوره شو


داسمبلۍ سیکرټري دچهارشنبې په شپه ناوخته د اسمبلۍ په بېړنۍ غونډه کې وویل چې د چوهدري انوار الحق په مقابله کې هیڅ یو کاندید خپل کاغذونه نه وؤ جمع کړي نو ځکه هغه پرته له کومې سیالۍ وزیراعظم غوره شو.

نوی وزیر اعظم چوهدري انوار الحق تر دې وړاندې داسمبلۍ اسپیکر ؤ خو د وزیراعظم په توګه له غوره کیدو وروسته به هغه خپله داسپیکر څوکۍ پریږدي.

دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې د وزیراعظم د څوکۍ لپاره د تېرو څو ورځو راهسې هڅې روانې وې.

تر دې وړاندې دپاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د تحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکی وزیراعظم سردار تنویر الیاس دکشمیر هايي کورټ له لوري دججانو پرضد په څرګندونو نااهله ګرځولی اؤ له خپلې څوکۍ ګوښه کړی ؤ.

تحریک انصاف غوښتل دخپل ګوند کوم بل غړی د وزیراعظم په توګه غوره کړي خو په دې وروستیو کې په دغه ګوند کې یوه بله مخالفه ډله منځته راغلې وه چې دهغې له امله تحریک انصاف ګوند دخپل وزیراعظم جوړولو لپاره اړینې رایې په لاس کې نه لرلې .

دپاکستان د واک لاندې دکشمیر د وزیراعظم سرادار تنویر الیاس تر ګوښه کیدو وروسته پاکستان پیپلز ګوند اؤ پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند هم لاس پښې وهل ترڅو خپل وزیراعظم راولي مګر دغو دواړو ګوندونو سره هم په څرګند ډول داسمبلۍ دغړو شمیره پوره نه وه.

دسیمه ییزې میډیا د رپورټونو له مخې په دغه دوران کې چوهدري انوارلاحق د12 رایو په لاس کې دلرلو سره مخې ته راغلی ؤ اؤ هغه دمسلم لیګ نون اؤ پاکستان پیپلز ګوند سره د واک د ویش له تړون وروسته د وزیراعظمۍ دڅوکۍ لپاره خپل کاغذونه جمع کړي وؤ.

پاکستان تحریک انصاف ګوند دچوهدري انوارلحق په مقابله کې خپل کاندید نه ؤ ودرولی اؤ دغسې دچهارشنبې په شپه ناوخته داسمبلۍ بېړنۍ غونډه کې داسمبلۍ سیکرټري پرته له مقابلې دهغه دغوره کیدو اعلان وکړو.

(وي او ای)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG