لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خارجه وزیر به د شنګهايي همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره هندوستان ته ځي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به په هند کې ټاکل شوې د شنګهايي همکارۍ سازمان غونډه کې ګډون کوي.

د شنګهايي همکارۍ سازمان [اېس سي او] غونډه د راتلونکې میاشتې مې په څلورمه او پينځمه نېټه هند کې ټاکل شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ نن د زيارت په ورځ په اوونيزه خبري غونډه کې وويل، بلاول بهټو زرداری به د پلاوي سره راتلونکې میاشت د هند ګوا ښار ته ځي او په څلورمه او پينځمه مې به د بهرنيو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي.

هغې وويل، چې اېس سي او د همکارۍ په غونډه کې د ګډون دپاره د هند د بهرنيو چارو وزیر او اېس سي او اوسني چيرمېن اېس جې شنکر پاکستان ته بلنه ورکړې وه.

د بلاول د هند د سفر په اړوند نور جزيات نه دی شريک کړی شوي چې هغه به د سفر په مهال د هندي چارواکو سره ځانګړې ليدنې هم کوي که نه.

بلوڅ زياته کړه، د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري تېر کال د جولايۍ په میاشت کې په تاشقند کې په غونډه کې ګډون کړی وو.

د راپورونو ترمخه تازه د بلاول د هند دا سفر به په 12 کاله موده کې د پاکستان د کوم وزير لومړی سفر وي چې د هند سفر به وکړي.

له دې وړاندې په کال 2011م کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر د هند سفر کړی وو.

هند چې په اګست 2019 کې د خپل واک لاندې کشمیر خصوصي حيثيت ختم کړی وو، پاکستان د هند دغه ګام غندلی او د نړيوالو قراردادونو سرغړونه یې ورته ویلې وه.

له دغې وروسته د دواړو هېوادونو په لوړه کچه کومې اړیکې نه دي شوي.

د شنګهايي همکارۍ سازمان کې پاکستان، چين، هند، کرغزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG