په افغانستان، سعودي عرب او ګڼ شمیر خلیجي هیوادونو کې مسلمانان نن د جمعې په ورځ وړوکی اختر نمانځي خو پاکستان کې بیا د شوال میاشت نه ده لیدل شوې او اختر به په کې سبا نمانځل کیږي.
سعودي عرب او افغانستان کې د زیارت/پنجشنبې په ماښام د شوال د میاشتې د لیدنې اعلانونه شوي دي او ددې ترڅنګ په متحده عرب امارات، مصر، عمان او ګڼ شمیر نورو خلیجي او اروپایي هیوادونو کې هم نن مسلمانان د وړوکي اختر وړومبۍ ورځ نمانځي.
په پاکستان کې د میاشت لیدنې دولتي او غیر دولتي کمیټیو اعلانونه کړي چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه اختر به سبا د خالي/شنبې په ورځ وي.
وي او اې ډیوه ته د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې د مردان، شمالي وزیرستان او بنو نه ځېنو کسانو غیر دولتي کمیټیو ته د شوال دمیاشتې د لیدلو شهادتونه ورکړي خو دیني عالمانو د هغوی شهادتونه نه دي منلي او د پېښور د قاسم علي خان جومات د کمیټې مشر مفتي شهاب الدین پوپلزي ویلي هیچرته نه هم ورته د میاشت لیدنې کره او په شریعت پوره شهادتونه نه دي ترلاسه شوي.
د پاکستان د میاشت لیدنې د دولتي کمیټې غونډه پرون په اسلام اباد کې ددغه کمیټې د مشر مولانا عبدالخبیر ازاد په مشرۍ جوړه شوې وه او د دغه کمیټې مشر هم اعلان کړی دی چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې ځکه دوړوکي اختر به د خالي/شنبې په ورځ وي.
بل اړخ ته په افغانستان کې طالبانو اعلان کړی چې په مختلفو ولایتونو کې خلکو د اختر/شوال میاشت لیدلې، "شرعي محاکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړه او شاهدي یې شرعآ معتبره وبلل شوه."
د پاکستان په څېر ایران، هند، ملایشیا، سنګاپور، برونایي، جاپان، فلپاین او ټای لینډ کې هم په سبا په 22اپریل د وړوکي اختر نمانځلو اعلانونه شوي دي.