لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د خپلو سفارتکارانو د ایستل کېدو په جواب کې د جرمني 20 سفارتکاران ایستلي دي


د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د وزارت ویانده ماریا زخارووا.
د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د وزارت ویانده ماریا زخارووا.

واشنګټن ــــ روس اعلان کړی چې د جرمني تر 20 زیات سفارتکاران له خپل هېواده باسي. د روسي آر ای اې نووستي سرکاري خبري ایجنسۍ وایي کریملین دا پرېکړه د جرمني له خوا د 20 روسي سفارتکارانو د ایستلو په غبرګون کې کړې ده.

د رویټرز د خبر له مخې د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي ویلي چې دواړه هېوادونه په دې هڅه کې دي چې خپل کارکوونکي کم کړي او جرمني په دې کې دلچسپي لري چې پر خپله خاوره د روس استخبارات کم کړي.

دغه چارواکي رویټرز ته ویلي "نن د روس د سفارت د کارکوونکو تګ له دې مسئلې سره تړلی دی".

د جرمني خارجه وزارت دا نه دي ویلي چې څومره روسي سفارتکاران یې له هېواده وتلي دي.

د جرمني د بِلډ ورځپاڼې د خبر له مخې په روس کې د جرمني له 90 سفارتي کارکوونکو څخه 34 یې له دې هېواده ایستل کېږي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د شنبې- خالي په ورځ‌ په یو بیان کې ویلي، جرمني چارواکو پرېکړه کړې ده چې له جرمني څخه د روس د سفارتي چارو نور ګڼ شمېر کارکوونکي وباسي:

"موږ د برلن دا اقدامات په کلکه غندو چې د روس او جرمني د سفارتي اړیکو لړۍ په پرله پسې توګه خرابوي".

په بیان کې ویل شوي چې د جرمني سفارتکارانو ایستل یې "جوابي" عمل وو او دا به په ماسکو کې د جرمني د سفارتي چارو د کارکوونکو شمېر په څرګنده توګه را کم کړي.

د دواړو هېوادونو اړیکې له هغه راهیسې سړې دي چې روس پر اوکراین یرغل کړی دی، تر دې یرغل مخکې جرمني د روسي تېلو او ګیسو تر ټولو لوی اخیستونکی وو.

پر جرمني له دې کبله نیوکه کېده چې اوکراین ته د وسلو په ورکولو کې ځنډ کوي او د جرمني جوړ لیپرډ ټېنکونو په منتقلۍ کې زړه نازړه دی، خو د جنورۍ په پای کې حاضر شو چې کیف ته وسله ولېږي.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG