لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د بې درکه کسانو د کورنیو غړو د اختر ورځ په سړکونو په احتجاج تېره کړې ده


د اختر په وړومبۍ ورځ د بلوچستان صوبې په بیلابیلو سیمو کې په جبري ډول د لادرکه کړل شوؤ کسانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهرې شوې او د جبري بې درکیو په لړۍ نه تم کیدو ژورې اندېښنې ښودل شوې دي.

دغه احتجاجي مظاهرې د بلوچستان په سرښار کوټه،ګوادر، خضدار، پنجګور او ځېنو نورو سیمو کې د لادرکه کسانو د کورنیو غړو، د بې درکه بلوڅانو د حقونو لپاره په مبارزه بوخت تنظیم وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز او بلوڅ طالبعلمانو راجوړې کړې وې.

د دي بلوچستان پوسټ ویب پاڼې د رپورټ له مخې د ګوادر په احتجاجي مظاهره کې شریکې میرمن رخسانه دوست ویلي د هغې ورور عظیم دوست د تېرو اتو کلونو نه بې درکه کړل شوی دی او دوی پرله پسې په سړکونو لوغړیږي او د انصاف غوښتنه کوي خو وایي د دومره احتجاجونو باوجود یې ورور خوشې نه کړل شو.

په کوټه کې هم د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز او د بلوڅو د یووالي دکمیټې له لوري د پریس کلب مخې ته د جبري بې درکیو پرضد احتجاجي مظاهره او لاریون شوی دی.

دغه مظاهرې ته د بې درکه کسانو د کورنیو غړي، د بلوچستان نیشنل ګوند فعالان، طالبعلمان او د بشري حقونو مبارزین ورټول شوي شوي وؤ او هغوی غوښتنه کوله چې په جبر پورته کړل شوي او لادرکه کړل شوي کسان باید خوشې کړل شي.

د پاکستان وتلي صحافي حامد میر په ټویټر لیکلي بلوڅ ميندو، لوڼو او خويندو د اختر ورځې د صوبې په ګڼو ښارونو کې په سړکونو تېرې کړې چې د جبري بې درکه کيدو پر ضد غږ پورته کړي. هغه وایي خو په تش په نامه قامي ميډيا د دوی اوښکې او فریادونه نه دي ښودلي.

په جبري توګه د تري تم شوو کسانو د قضيو د څېړنې دولتي کمېشن تېرکال د نومبر په میاشت کې پاکستان نه په جبر د لادرکه کسانو شمیره 9035 ښودلې وه.

خو د بې درکه کسانو د موندنې لپاره غږ پورته کوونکي غیر دولتي سازمانونه اؤ فعالین دا شمیرې تر دې څو چنده لوړې بولي.

په دې وروستیو کې په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅانو د حقونو غېر دولتي تنظيم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز چېرمين نصرالله بلوڅ ډيوه ته وېلي وؤ چي کال 2019 او 2020م کې د خلکو په زوره د لادرکه کولو لړۍ يو څه تم شوې وه او ځنې خلک خوشې کړې شوي هم وؤ خو نوموړی وایي اوس په دې وروستي کال نيم کې په دې کې يوځل بيا تيزي راغلې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو، پښتنو او بلوڅو لادرکه تنانو دپاره کار کوونکې ډلې د خلکو په زوره د تري تم کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا نيوکې په بيا بيا رد کړي دي.

پوځ دريځ لري چې کېدای شي ورک تنان د بلوڅ بېلتون پاله وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، د امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او ېا بل هېواد ته تښتېدلي وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG